د ولسي جرګې اداري پلاوی له ولسمشر سره د نبیل پر پاتې کېدو خبرې کوي

د جرګې دویم نایب نذیر احمد احمدزي نن د شنبې په ورځ (ډېسمبر په ۵مه) نېټه د نبیل د ګوښه کېدو په اړه خپاره شوي راپورنه رد کړل، خو زیاته یې کړه، چې د دې جرګې اداري پلاوی په نېږدې وختونو کې له ولسمشر غني سره ګوري او په همدې لیدنه کې به د ملي امنیت د رییس په توګه د نبیل د پاتې کېدو موضوع مطرح کړي.

د ولسي جرګې د نننۍ غونډې مشري د دې جرګې د دویم نایب نذیر احمد احمدزي پر غاړه وه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې د بهرنیو کړیو له خوا هڅه کېږي، چې د ملي امنیت عمومي رییس له دندې ګوښه او پر ځای یې بل څوک راشي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن په خپله عمومي غونډه کې دا هم وویل، چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ ځکه د نبیل د ګوښه کېدلو هڅې کوي، چې په افغانستان کې د هغوی پلانونه شنډوي.

د جرګې زیات شمېر وکیلانو په خپلو خبرو کې د ملي امنیت له عمومي رییس رحمت الله نبیل نه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې د هغه ګوښه کېدل به د ملت په ګټه نه وي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان د ډېرو وزیرانو تر څنګ د ملي امنیت عمومي رییس هم له دندې ګوښه او پر ځای به یې نوي کسان وګومارل شي.

همدارنګه ولسي جرګې د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه یو شمېر چارواکي ورغوښتي دي.

ولسي جرګې د کابل ځای ناستی ښاروال، د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال او د ښار جوړونې وزارت مرستیال او ګڼ نور اړوند چارواکي د کابل ښار د ککړتیا او د هوا د خرابوالي په اړه ولسي جرګې ته د پوښتنو د ځوابولو له پاره وربللي وو.

د کابل ښاروالۍ ځایناستي ښاروال عبدالاحد واحدي ولسي جرګې ته وویل، چې په ټول کابل کې یې د خلکو په مرسته حشر پیل کړی دی.

د ده پر وینا، په راتلونکو پنځو ورځو کې به د ښار ډېرې سیمې له کثافاتو او مرداریو پاکې شي.

واحدي د کابل ښار د مرداریو د ډېروالي خبره مني، خو وايي، په کافي اندازه تجهیزات او د پرسونل کمښت یې هغه ستونزه ده، چې د دوی د کارونو په چټکتیا کې خنډ جوړوي.

د کابل ځایناستي ښاروال زیاته کړه، چې ۸۰۰ کارکوونکي نه شي کولی، چې ټول کابل پاک کړي.

 ده زیاته کړه، چې کمه بودیجه او د لېږد- رالېږد وسایطو کمښت یې بېله ستونزه ده.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق ولسي جرګې ته په راتلونکې کې د دغې ادارې د بېلابېلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

مدقق وویل، چې د بودیجې کمښت او د ځېنو ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د هوا د ککړتیا په موضوع کې مهم عناصر دي.

 ده زیاته کړه، چې د ښه چاپېریال او پاکې هوا په اړه یې له نړیوالو سره ځېنې تخنیکي وړاندیزونه شریک کړي او د هغوی له خوا مثبت ځواب ورکړل شوی دی.

له دې سره هم مهاله د ښارجوړونې وزارت مرستیال امیرالدین سالک وايي، د دوی وزارت او د ولسمشر غني د سلاکار احمدضیا مسعود له خوا جوړ شوي کمېسیون په پام کې لري، چې وروسته له دې هغه کورونه چې نوې جوړېږي؛ ښاري قوانین او نزاکتونه په پام کې ونیسي.

خو د ولسي جرګې غړې او د بدخشان د خلکو استازې فوزيې کوفي د دې ادارو کارونو په روڼوالي انتقاد کوي او پر دوی تور پورې کوي، چې له یوې مخې غله، فاسد او نااهله دي.

کوفي د کابل پر ښاروالۍ تور پورې کړ او ویې ویل، چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د کثافاتو په راکمولو کې د کابل ښاروالۍ هڅې بې ځایه دي.

د کوفي پر وینا، حکومت باید دوی ته وخت وټاکي او ورته وايي، چې په ټاکلې موده کې باید ټول ښار پاک کړي.

کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه هغه جغرافیايي موقعیت دی، چې په اوسني جوړښت کې یې شاوخوا ۱۰ میلیونه وګړي اوسېږي، خو د پاکوالي له پاره یې د یو معياري کانالیزاسیون د جوړېدلو اړتیا ليدل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام