مسلمیار د روسيې مشرانوجرګې ته: له داعش سره د جګړې له پاره جنګي الوتکې راکړئ

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، چې د نومبر په ۲۳ مه د یادې جرګې د يو پلاوي په مشرۍ روسيې ته تللی وو، نن چهارشنبه ( نومبر ۲۵مه) د دغه هېواد د مشرانو جرګې په تالار کې وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې د روسيې د مجلس غړو ته وویل، چې افغانستان د داعش جګړې له پاره جنګي الوتکو ته ضرورت لري.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی او نه باید د دولت پرځای د اشخاصو ملاتړ په کې وشي.

فضل هادي مسلمیار د روسيې په سنا مجلس کې دا هم ویلي، چې افغانستان ته باید د داعش وسله والې ډلې سره د جګړې له پاره ۱۰ جنګي الوتکې ورکړل شي هغه زیاته کړه: " که وړیا نه ورکوئ، نو په اوږدمهاله پور باید دغه الوتکې افغان پوځ په اختیار کې ورکړل شي."

د هغه په خبره اوسمهال په لسو جنګي الوتکو د داعش ډلې سره ښه مبارزه کېدلی شي.

همدارنګه د مشرانو جرګې رییس روسي سوداګرو ته وویل، چې افغانستان د پانګونې له پاره مناسب هېواد دی او باید په دغه هېواد کې پانګونې وکړي.

هغه له روسي مقاماتو وغوښتل، چې په دغه هېواد کې خپل پخواني پروژې بیا له سره پېل کړي.

د مسلم یار خبرې د روسیې د مشرانو جرګې د رییس له خوا تایید شوې او د دواړو پارلمانونو ترمنځ يې په راتلونکي کې پر همکاريو ټينګار وکړ.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري سلام وطندار ته وویل، چې دوی د افغان حکومت مشران دي او د ترهګرۍ سره د مبارزي په برخه کې د سيمې هېوادونو د مرستو جلبولو له پاره ښه ګام دی .

نوموړي زیاته کړه، چې موږ کولی شو له دې لارې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بريالي شو.

یاده دې وي، چې په دغه سفر کې له هغه سره د مشرانو جرګې د نړېوالو اړيکو د غړو ترڅنګ نور غړي لکه نثار حارث، لطیف ژوندی، انارکلي هنریار، حمیرا نعمتي او نور مل وو.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې هم د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم هندوستان ته تللی وو او هلته ورسره هندي چارواکو ژمنه کړې وه، چې افغانستان ته به ۴ جنګي چورلکې په واک کې ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام