د سیاسي ګوندونو خبرداری: له تقلبه ډکې ټاکنې نه منو

یو شمېر سیاسي ګوندونو او بهیرونو نن (چهارشنبې) د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته لاریون وکړ.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو استازي چې د اعتراض په توګه د ټاکنو کمېسیون مخې ته راټول شوي وو، خبرداری ورکړ چې هېواد کې به له درغلیو ډکو ټاکنو کولو ته اجازه ورنه‌کړي.

د دوی په پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي چې د ولسي جرګې ټاکنو لهپاره میلیونونه خیالي پېژندپاڼې وېشل شوي او له یادې پروسې سم نظارت هم نه‌کېږي.

دغه راز د دې پرېکړه په یوه بله برخه کې لیکل شوي چې سیاسي ګوندونه به د خپلو غوښتنو له‌پاره په ټول هېواد کې ترهغې مبارزه کوي چې غوښتنې یې منل شوي نه‌وي.

سیاسي ګوندونو په خپل پرېکړه‌لیک کې په‌دې اړه له حکومت سره د خبرو اترو لار هم پرانستې ده. 

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د فرهنګي کمېټې غړی فیض‌الله ساپی او د معترضو ګوندونو یو غړی حمدالله وايي، حکومت او د ټاکنو کمېسیون دې راتلونکې ټاکنې رڼې او د بایومټریک له مخې وکړي او سیاسي ګوندونه یې باید نظارت وکړي.

دوی ټینګار کوي، تر هغې یې چې غوښتنې منل شوي نه‌وي، خپلو اعتراضونو ته به په کابل او ولایتونو کې دوام ورکړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې غړی عبدالعزیز ابراهیمي سلام‌وطندار ته وايي، اوسنیو شرایطو ته په پام د سیاسي ګوندونو او بهیرونو غوښتنې منلی نه‌شي او که یاد بهیرونه په ټاکنو کې روڼتیا غواړي، باید د ټاکنو پروسې کې خپل نظارتي رول زیات کړي.

د ټاکنو پروسې په اړه د حکومت، ټاکنو خپلواک کمېسیون او سیاسي ګوندونو او بهیرونو ترمنځ کړکېچ حساس پړاو ته رسېدلی او ولسمشر غني هم له سیاسي ګوندونو سره په وروستۍ غونډه کې ګواښ کړی و، که سیاسي ګوندونه پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړي، د قانون پر بنسټ به یې منحل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام