محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍ‌وال تروریزم د ختمېدو معنا ونه‌لري

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغان سولې په اړه ویلي چې له طالبانو سره سوله به د نړ‌ۍوال تروریزم د ګواښ د ختمېدو معنا ونه‌لري.

د ملي امنیت سلاکار په وینا، افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې هڅې او مبارزې روانې ساتي؛ خو دا مسوولیت یوازې افغانستان ته نه اړوندېږي بلکې په‌دې برخه کې د تل‌پاتې نړۍوالې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي. خو له‌دې مخکې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي وو چې امریکا له طالبانو سره دې هوکړې ته رسېدلې چې افغانستان به په راتلونکي کې د نړیۍوالې ټولنې له‌پاره ګواښ نه وي.

د ښاغلي محب په خبره، که‌چېرې په افغانستان که د تروریزم پر ضد مبارزه بریالۍ نه‌شي؛ د امنیت شورا ناکمي بلل کېږي.

د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازوي هم د افغانستان د ټاکنو بهیر او د سولې خبرې ستایلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو د سولې خبرو کې له افغان دولت سره د طالبانو چمتو کېدل اړین ګڼي.

ده له نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم وغوښتل چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د سولې خبرو اترو په اړه وویل چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له‌پاره چمتوي دي؛ خو که طالبان په رښتیانۍ هم غواړي چې خبرې وشي؛ عملي اقدام دې وکړي او د بې‌ګناه افغانانو او امنیتي ځواکونو له تلفاتو دې لاس واخلي.

دا مهال د قطر په دوحې کې د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ د سولې پنځمه غونډه روانه ده چې نن یې ۱۵مه ورځ پوره کېږي. ویل کېږي دا مهال په دې غونډه کې د سولې پر جزیاتو بحث روان دی.

افغان حکومت او ځېنې سیاسي شنونکي د طالب‌استازیو او امریکايي ډیپلوماټ ترمنځ دې خبرو ته د شک په سترګه ګوري او غوښتنه کوي چې طالبان دې له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمدعمر داودزی د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون رییس ګومارلی او هغه ته یې دنده سپارلې چې له ټولو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ په‌دې برخه کې اقدام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام