
د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل، د روانې میاشتې په وروستیو ۳ ورځو کې به د هېواد له ۱۵ زیاتو ولایتونو کې سراسري لاریون وکړي.
عطامحمد نور وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو، د اساسي قانون تعدیل لویې جرګې راغوښتولو موډې ټاکل، د ارګ او جمعیت ترمنځ په راتلونکیو ټاکنو کې سیاسي ګوندونو ته د ونډې ورکړې پرسر خبرې اترې په ټپه ودرېدې.
نور وايي، دغه لاریونونه به د ملت برخلیک معلوم کړي او د ارګ مېشتو کږې ملاوې به سمې کړي.
د بلخ ګوښه شوی والي وايي، په دغو ۳ ورځو کې به د شمال له ۹ ولایتونو او د کابل له ګاونډیو ولایتونو ۱۰ زره موټر پلازمېنې ته ورټول شي او دغه ستر لاریون به د هېواد په تاریخ کې ثبت کړي.
نور د لاریون امنیت ټینګښت ته په اشارې وايي، د کابل لویې لارې د فرعي برخو په بندولو سره به هېچا ته د لاریون ګډوډولو اجازه ورنه کړي.
ولسمشر غني شاوخوا یوه میاشت مخکې د عطامحمد نور استعفا لیک منظور کړ خو نور د ارګ له دې پرېکړې سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې خپل استعفالیک یې ارګ ته د پخوانیو خبرو اترو پرمهال سپارلی و دا چې خبرې پایلې ته ونه رسېدلې؛ استعفا لیک یې اعتبار نه لري.





