
طالبانو نن چهار شنبې د (می پر ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل پخواني مشر ملااختر محمد منصور مړینه تایید کړه او د رهبري شورا له سلا مشورو وروسته یې مولوي هیبت الله اخندزاده د خپل نوي مشر په توګه وټاکلو.
طالبانو په دوی پورې اړوندې امارت وېبپاڼه کې د ملا منصور د مړینې د تایید په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «د افغانسان د اسلامي امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملا أختر محمد منصور تقبله الله د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې پر ۱۴ مه نېټه د شنبې پر ورځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نېټې سره سمون خوري؛ د کندهار د ریګستان اود بلوچستان نوشکي ته څېرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي طاغوت د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.»

رسنیو راپورونه خپاره کړي وو، چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
طالبانو د خپرې کړې خبرپاڼې په یوه ځای کې د خپل نوي مشر د ټاکلو په اړه ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری د یو مجلس په دایرولو سره له ژور فکر، تدبر او مصلحت سنجولو وروسته مولوي هبت الله اخندزاده د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث وټاکلو.
طالبانو همدرارنګه ملا سراج الدین حقاني او د ملامحمد عمر زوی مولوي محمد یعقوب مرستیالان ټاکلي دي.
طالبانو په خبرپاڼه کې له خپلو ټولو پلویانو غوښتي دي، چې له مولوي هیبت الله اخندزاده سره بیعت وکړي او د نوموړي تر مشرۍ لاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده د طالبانو د نوي مشر د ټاکلو په اړه وايي، چې هبت الله په تېر کې اغیزناک شخص نه و او د طالبانو په لیکو کې هم ځانګړی ځای نه درلود.
مژده وویل، چې مولوی هبت الله د ملا عمر له وژنې وروسته د ملامنصور مرستیال وټاکل شو او زیاتوي، چې هبت الله د طالبانو د نوي مشر په ټوګه کومارل ښيي، چې دی د ملامنصور د باور وړ کس و او د طالبانو د کلیدي کړۍ غړی دی.
مژده او ځېنې نور سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې ملا منصور نرم خویه شخص و او په دې هڅه کې وه، چې طالبان له جګړې د سیاسي ډګر پر لور را وګرځوي.
دوی وايي، چې د مولوی هبت الله ګورمال په دې معنا دي، چې طالبان نور مصالحې او سولې پلوي نه دي او غواړي، چې تاوتریخوالی وکړي.





