رایې‌اچونې ته د یوې جنجالي رایې اچول بیا هم د پارلمان برخلیک معلوم نه‌کړ

د ولسي جرګط نننۍ غونډه هم بې‌پایلې پای ته ورسېده او رایې‌اچونې ته د یوې جنجالي رایې اچول د ولسي جرګې غړي په دوو برخو ووېشل.

د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ د اختلاف د حلولو کمېټې نن جنجالي رایه په عمومي غونډې کې په علني ډول د رایې‌اچونې له‌پاره وړاندې کړه چې ۱۳۰ استازیو د شین کارت په پورته کولو سره دا رایه تایید کړه؛ خو ځېنې یې بیا دا رایه ناسمه بولي او وايي چې د کمېټې پرېکړه نه‌مني.

هغو شمېر وکیلانو ـ چې دا رایه تایید کړې ـ میرالرحمان رحماني د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ګټونکی بولي او وايي چې له راتلونکې شنبې به د ولسي جرګې عادي غونډې پیل شي؛ خو ځېنې بیا د نوي رییس د ټاکلو له‌پاره پر ټاکنو ټینګار کوي.

عبدالقیوم سجادي ـ چې د ولسي جرګې د مخته وړلو او رایې‌اچونې ته د جنجالي رایې وړاندې کولو مسوولیت یې په غاړه لرلو ـ رسنیو ته وویل چې ښاغلی رحماني د ۱۳۰ تایید استازیو له لوري د ولسي جرګې د ریاست ګټونکی بولي او له هغه غواړي چې له خپل حقه دفاع وکړي.

ښاغلی سجادي وايي چې میرالرحمان رحماني څو ځلې د ځېنو وکیلانو، د اختلافونو د حل کمېټې او په علني ډول رایې‌اچونې کې د ولسي جرګې د رییس په توګه غوره شو‌ی‌دی.

د ده په خبره، د ولسي جرګې ځېنو غړیو د شخصي او قومي ګټو په پار ولسي جرګه انحصاري کړې او نه غواړي چې دا لانجه پای ته ورسېږي.

خو په د ټاکنو په دویمه دوره کې د ښاغلي رحماني سیال کمال‌ناصر اصولي د اختلافونو د حل کمېټې پرېکړه یو طرفه بولي او وايي چې دا کمېټه د ټولې ولسي جرګې د پرېکړې حق نه‌لري.

له‌دې سره د جرګې ځېنې غړي دا جنجالونه په خپل ډول کې تازه نه بولي او وايي چې د نړۍ په کچه په ډېرو هېوادونو کې ورته جنجالونه پېښېږي.

ورته مطالب:

وکیلان سبا پر یوې «شکمنې» رایې رای‌اچونه کوي

د ولسي جرګې وکیلان د ځانګړې کمېټې راپور ته ګوتې شمېري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام