ستانکزی: امریکا سره امنيتي تړون د هوايي ځواک په برخه کې نه دی عملي شوی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی د مشرانو جرګې د نړېوالو اړيکو په کمېسيون کې وویل، چې د کابل ـ واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی امنيتي تړون د تمويل برخه په ډېره ښه توګه د عملي کېدو په حال کې ده، خو په سپکو او درنو وسلو د تجهیز برخه کې بیا د توپچي او ځينو نورې برخې تر يوې اندازې پورې عملي شوي دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر زیاته کړه، چې افغانستان اوسمهال د هوايي ځواک په برخه کې ډيرې ستونزې لري او په دغه برخه کې هم امريکا له افغانستان سره د تړون له مخې مرستې نه دي کړي.

ستانکزي د مشرانو جرګې د نړېوالو اړيکو په کمېسيون کې دا هم وویل، چې افغان ځواکونه د ترانسپورټ په برخه ستونزې نه لري، خو د ښکاري او جنګي جيټ الوتکو په برخه هيڅ هم په واک کې نه لري.

د هغه په وينا افغان ځواکونو ضربتي قطعه په تېرو شپږو میاشتو کې پر ۱۴۰ زرهي وسایلو سمبال شول، چې په دویمه مرحله کې به پياده ځواکونه هم په دغو وسایلو تجهیز شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر له ګاونډيو او سيمې له هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې له پاره باید له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

یاده دې وي، چې د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کميټه غوښتنه وکړه، چې امريکا باید تر ۲۰۲۰ م ز کاله پورې افغان امنيتي ځواکونو د تمويل او تجهیز په برخو ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام