د سمنګان له والي د ترکمنو ملاتړ؛ «حکومت دې زموږ صبر نه‌ازمايي»

د بلخ، جوزجان، فاریاب او کندوز لسګونو ترکمنانو د سمنګانو د ګوښه‌شوي والي عبدالکریم خدام په ملاتړ راټول شوي‌وو او د ښاغلي خدام ګوښه‌کول یې یو قومي کړنه وبلله زیاته یې کړه چې دوی دا پرېکړه نه مني.

دوی وایي چې ترکمنان له ۳ میلیونو ډېر نفوس په لرلو سره په افغانستان کې پنځم ځای لري چې لږ تر لږه باید څو وزارتونه، سفارتونه، ولایتونه او لوړې امنیتي ورکړل شي.

 دې معترضانو د ښاغلي خدام د دې پرېکړې ملاتړ وکړ چې له دندې نه لېرې کېږي. دوی په ټینګار سره له ګوښه کړای شوي والي وغوښتل چې د سمنګان ولایت څوکۍ پرې‌نه‌ږدي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی روز ګیلدی اوچي وایې چې د ملي یووالي حکومت د یو توافق پر بنسټ جوړ شوی او ترکمنان حق لري چې یووالی ولري.

دی زیاتوي چې خدام د عبدالله د همپالنې د ټیم غړی دی او د همدې ټیم له لوري باید له دندې ګوښه شي.

د ترکمنانو قومي مشران وایي چې دوی به د خپل حق د ترلاسه کولو له‌پاره ډېر لاریونونه وکړي او لویې لارې به د ترافیکو پر مخ وتړي.

د سمنګان ګوښه‌شوی والي عبدالکریم خدام

د بلخ د ترکمنانو شورا مشر حاجي محمدانور او د ترکمنانو یو قومي مشر عبدالحی حمیدي وایي، که اوسنۍ حق‌غوښتنې پایله ورنه‌کړه؛ دوی به خپل اعتراضونه جوزجان او فاریاب ولایتونو ته هم وغځوي او تر هغې به دوام ورکړي چې د دوی غږ نه وي اورېدل شوی.

د ښاغلي خدام د ګوښه‌کولو په غبرګون کې جمعیت اسلامي هم د خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر دا پرېکړه یو اړخیزه بللې ده.

ارګ په ورستیو کې د والایانو ګوښه‌کولو په اړه له څه ویلو ډډه کوي او د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې سره په ځلونو اړیکو نیولو سره بیا هم د دوی د نظر په اخیستلو بریالي نه‌شو.

شاوخوا دوې میاشتې مخکې د بلخ ګوښه‌کړی شوي والي عطامحمدنور د ده د ګوښه‌کولو فرمان ونه منلو او وروسته له ډېرو چنو وهلو؛ ټاکل شوې جمعیت اسلامي په ۱۵ ولایتونو کې لاریونونه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام