د ولسي جرګې ۹۰ سلنه استازي بیاځلي نوماندېږي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا نوې نظرپوښتنه چې د روان کال عقرب او جدي میاشتو کې شوېت؛ ښيي چې د ولسي جرګې ۹۰ سلنه اوسني استازي راتلونکیو پارلماني ټاکنو ته نوماندېږي.
ټاکل شوې چې راتلونکې ټاکنې را روان لمریز کال کې وشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د پروګرامونو برخې مسوول نعیم اصغري وايي، د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، د ولسي جرګې، سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو له استازیو سره شوې خبرې ـ اترې ښيي چې هغوی په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د کار وړ کسانو له نه حضور او کمزوري مدیریت څخه اندېښمن دي.

د ښاغلي اصغري په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانانو د باور احیاکولو په برخه کې ناکام دی.

پر دې سربېره د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د ولسي جرګې، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ۵۷ سلنه استازیو ویلي چې راتلونکې پارلماني ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو وخت کې کیږي.

دغه نظرپوښتنه کې ۵۴ سلنه مرکه‌شویو کسانو ناامنۍ د را روانو ټاکنو پر وړاندې د مهم خنډ په توګه یادې کړې‌دی. همداراز ۴۴ سلنه مرکه‌شوو کسانو ویلي چې د مدیریت کمزورتیا هم له جدي ننګونو څخه ده.

د فیفا بنسټ څېړونکی محمد حسین فهیمي وايي، نظرپوښتنې ډاګیزه کړې چې د ولسي جرګې ۹۰ سلنه استازو له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د حکومت چلند لاس‌وهونکی بللی دی او همدارنګه د ولسي جرګې ۶۵ سلنه استازي د راتلونکیو ټاکنو له‌پاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له چمتوالي خوښ نه بریښي.

د فیفا د نوې نظرپوښتنې پر بنسټ، ډېری وکیلان په ټاکنیز بهیر کې د برېښنايي امکاناتو د ګټنې غوښتنه کوي؛ خو ۸۷ سلنه هغه بیا د تېرې دورې د رایې‌اچونې کارتونو بیاځلي استعمال سره مخالفت ښيي.

د دې موسسې موندنې ښيي چې ۶۳ سلنه وکیلان د ټاکنیزو حوزو له بدلون یا کوچني‌ کولو سره مخالف دي.

د فیفا د مسوولانو په خبره، په‌دې نظرپوښتنه کې د ولسي جرګې د ۲۹ ولایتونو له ۸۰ غړیو سره خبرې شوي چې ۶۰ یې نارینه او ۲۰ هغه یې ښځې دي. په‌‌دې نظرپوښتنه کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د غړیو نظرونه هم ځای شوي‌دي.

دا نظرپوښتنه د ۱۳۹۶ لمریز کال د عقرب او جدي میاشتو په اوږدو کې شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام