
ولسمشر محمد اشرف غني نن د «شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ» د فارغانو د ۱۱مې دورې د فراغت نمانځغونډه کې په وينا کې وويل، زموږ په قانون کې نامسووله وسلهوال ځای نه لري او قاچاقبر او غل حق نه لري چې پولیس وګواښي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې په کورنیو چارو وزارت کې باید بهرنۍ مداخلې به پشړه توګه بندې شي.
نوموړی وايي، د قانون پر بنسټ هېڅ امنیتي مسوول د خلکو د وژنې اجازه نه لري.

د کورنیو چارو وزارت سر پرست مسعود اندرابي په کابل ښار کې د ناامنیو په اړه وویل، د پلازمینې د امنیت خونديتوب په موخه د کورنیو چارو وزارت ۱۲۰۰ قرارګاوې تنظیم کړې دي.
د نوموړي په وينا، د ماسټرۍ په کچه شاوخوا۴۰۰۰ کسان دې وزارت کې د ګمارنې په موخه معرفي شوي چې کارونه یې بشپړ شوي دي.
د سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو له اکاډمۍ په یوولسمه دوره کې له پنځو نظامي څانګو ۴۵۰ پولیس فارغ شول.





