د سولې شورا؛ د جدې په غونډه کې د تضمین غوښتنه

په پام کې وه چې د جدې د سولې غونډې په نامه د افغانستان د سولې په تړاو د روان زېږدیز کال د جنورۍ پر ۴ مه د عربستان په کوربتوب غونډه جوړه شي؛ خو دغه غونډه جوړه نه‌شوه.

د هېواد د سولې عالي شورا وايي چې تر اوسه سعودي عربستان او ګډونوالو هېوادونو د یادې غونډې د جوړېدلو دقیق وخت نه‌دی اعلان کړی.

د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، سره له‌دې چې د جدې د سولې غونډې د جوړېدو دقیق وخت نه‌دی اعلان شوی؛ خو ترڅو چې د دې غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان د سولې د خبرو ـ اترو پلاوي ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو قوي ضمانت ور نه‌کړي، افغان حکومت باید خپل استازي یادې غونډې ته و‌نه‌استوي.

د سولې عالي شورا ویاند زیاتوي، د تېرو غونډو تجربه دې بیا نه تکرارېږي.

د ابوظبۍ په درې ورځنۍ غونډې کې ـ چې په تېرې زېږدیزې میاشت کې د عربي متحده ایالاتو په پلازمېنې کې د امريکا، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د طالب‌استازیو په ګډون جوړه شوه ـ د طالبانو ډلې د افغانستان له پلاوي سره ونه کتل.

بله‌خوا د طالبانو غړي وايي، د سولې په خبرو کې ـ چې په پام کې وه په همدې میاشت کې په عربستان کې وشي ـ شرکت نه‌کوي.

د یادې ډلې یو غړي روېترز خبري آژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشران له دوی غواړي چې د افغان حکومت له پلاوي سره یقیني وګوري.

د طالبانو د دې غړي په خبره چې له همدې امله یې د سعودي عربستان لېدنه لغوه کړې‌ده.

په پام کې ده چې د سه‌شنبې په ورځ افغاني پلاوی د سولې د خبرو په تړاو پاکستان ته سفر وکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند وايي چې د دې شورا د دارالانشاء مشر محمدعمر داودزی، د سولې د اجماع له‌پاره په سیمه‌يیزو چارو کې د ولسمشر استازی او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازی روانه اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د څلورو ورځو له‌پاره پاکستان ته ځي.

سید‌احسان طاهري د دې سفر موخه د افغانستان د سولې بهیر کې د پاکستان عملي ملاتړ او د سولې له سیمهيیزې اجماع د دې هېواد ملاتړ جلبول په ګوته کړل.

د سولې عالي شورا په نظر، په نړۍواله کچه چې کوم بدلونونه را منځته شوي؛ د افغانستان د سولې بهیر چټک شوی او د سولې د خبرو په بهیر کې به تر راتلونکیو درېیوو میاشتو پراخه بدلونونه تر سترګو شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام