د ولسمشر غني او دوستم ترمنځ لانجه د تیلیفوني اړیکې له لارې حل شوه

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، چې له ولسمشر غني سره هوکړې ته رسېدلی او ټاکل شوې اعتراضیه لاریون یې هم لغوه کړي.

دوستم دغه څرګندونې نن (سه شنبه) په جوزجان ولایت کې رسنیو ته کړي او ویلي دي، چې د ده او ولسمشر غني ترمنځ لانجه په بشپړه توګه هواره شوې ده.

دا په داسې حال ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یوه اونۍ مخکې د جوزجان ولایت غورماچ ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې له رسنیو سره په خبرو کې ولسمشر غني او اجرایوي رییس په قوم پالنه او تعصب تورن کړل.

دوستم له دې څرګندونو وروسته د یو ستر لاریون خبرداری هم ورکړی و.

په همدې حال کې د افغانستان د جهادي ګوندونو عالي شورا رییس حضرت صبغت الله مجدیدي په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې له ولسمشر او جنرال دوستم سره یې د وروستیو څرګندونو او اختلافاتو په اړه خبرې کړي او دواړه خواوې په اساسي مسایلو هوکړه کړې ده.

مجدیدي وویل، د ملي امنیت شورا له خوا د دوستم د ترور خبر یوازې پروپاګند و او دغه توطیه د نظام د مخالفانو له خوا طرحه شوې وه.

له بلې خوا د افغانستان د حراست او ثبات شورا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی به ډېر ژر د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د راولاړو شویو ناندریو د حل له پاره له ولسمشر، د ولسمشر لومړي مرستیال، اجرایوي رییس او د ولسمشر ځانګړي استازي سره لیدنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام