
د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو په اړه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پامپيو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا اختلافونه د امریکا ملي ګټو ته ګواښ پېښوي.
نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې سږ کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوشنبه کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ روان سیاسي کړکېچ حل کړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ کوم جوړجاړی ونه شو او له همدې کبله امریکا افغانستان سره پر خپلو مرستو او اړیکو له سره غور کوي.
اعلامیه کې راغلي، د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا چمتو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې یو میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي او په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې به هم پر خپلو مالي مرستو له سره غور کوي.
اعلامیه وایي، امریکا د هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي چې د سیاسي موخو لپاره کېږي او نه هم د هغو مشرانو ملاتړ کوي چې د دې عملیاتو امر ورکوي او نه د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د موازي حکومت خبره کوي.

د امریکا حکومت په اعلامیه کې د افغان سیاسي مشرانو کړنې نامسوولانه بلل شوې دي او نیوکه پرې شوې ده چې طالبانو سره د بینالافغاني مذاکراتو لپاره یې تر اوسه یو ټولشموله پلاوی نه دی جوړ کړی.
د اعلامیې په پای کې راغلي، که افغان مشران یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې امنیت تامینولی او د سولې د بهیر ملاتړ کولی شي نو امریکا چمتو ده چې پر خپله نننۍ پرېکړه له سره غور وکړي.
« موږ پوهېږو چې افغان مشران د افغانستان- امریکا د دوه اړخیزو همکاریو له هوکړې سره سم عمل نه کوي او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د یوه ټول اړخیز ټیم جوړولو او د دواړو لورو د بندیانو خوشي کولو کې په اساني را وستلو کې پاتې راغلي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ افغانستان ته راغی او له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې جلا کتنې وکړې.
د افغان ټاکنو خپلواک کميسيون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او سند یې هم ور کړ، خو عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې وبللې او د موازي حکومت خبره یې وکړه.





