د ملارسول او ملامنصور د پلویانو ترمنځ د جګړې د پراخېدو لمن هلمند ته هم مخ په خورېدو ده

د افغانستان هلمند ولایت څخه لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې د ملامنصور او ملارسول د پلویانو ترمنځ رقابتونو زور اخیستی او په دې وروستيو کې د ملارسول د پلویانو له خوا څو تنه وژل شوي هم دي.

راپورونه وايي، چې دوې ورځې وړاندې  (جمعه اپرېل۱۰ مه) د ملا محمد رسول ډلې د ملا اختر منصور لومړی ۱۲ تنه او وروسته يې د دې ډلې ۴۰ تنه نيولي او ورسره بندیان دي.

د ملاعبدالمنان په نوم یو شخص، چې د ملارسول د ډلې ویاند ځان معرفي کوي سلام وطندار د ټېلفون پر کرښه وویل، چې د ملامنصور په مشرۍ دې ډلې څخه شاوخوا۱۵۰ کسان په دې تورنیولي، چې د ملامحمد منصور ډلې سره یو ځای کیږي.

هغه وایي، چې هلمند کې زیات کسان د ملامحمدرسول په مشرۍ خپل پاڅون کوي او دې ډلې ته لیواله دي.

نوموړی زیاتوي، چې دلته د سیمې خلک او یو شمیر وسله وال طالبان نه غواړي، چې د ملامنصور په مشر خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د هغه پر خبره، یواځې یو قوم (اسحاقزایي) قدرت کې دي او نورو ته وخت نه ورکول کيږي.

"هو موږ ۱۵۰ تنه نیولي دي او هغه مو له ځانه سره بیولي دي، خو دلته علیزایي، پوپل زایي، بارکزایي او نورزایي ټول  د اسحاقزایو پهرخلاف ولاړ دي او پرې به يې نه ږدو، چې دلته راشي".

د هغه پر خبره، دوی يې مشر ملا محمدعمر اخند وژلی دی او ملامنصور يې ډلې د دوی د مشر قاتلان دي.

د ملارسول ویاند، پر دغې ډلې تور پورې کړی، چې دوی د انګریزانو او امریکایانو سره خپل پر سر خبرې کړي او معاهدې یې لاسلیک کړي دي.

ملا نیازي دا مني، چې د دوی یوشمیر کسان د ملامنصور ډلې نیولي او ځینې یې وژلي هم دي.

هغه اوازې، چې سلام وطندار ته رسیدلي داسې ویل کیږي، چې د وسله والو طالبانو په مشري د ملامنصور د ډلې د مهمو قوماندانانو ترمنځ پرملا محمدرسول ډلې خپلمنځي اختلافات ډیر شوي او ان د ملامحمدعمر ورور ملاعبدالمنان هم د منځګړي په برخه کې کارکړی، خو تر ډیره بریالی شوی نه دی، چې يوځای شي.

په دغو خبرو کې ویل شوي، چې د ملامنصور ډلې مهم قوماندانان د ملامحمدرسول ډلې سره د یوځای کېدو له پاره لیواله شوي.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې په نوزاد او موسی قلعه سیمو د وسله والو طالبانو له لوري ۴۰ تنه وړل شوي دي.

اخوا ځينې راپورونه وايي، چې د عبدالاحد کاکو په نوم یو مشهورکس له دوو نورو ځايي اوسیدونکو سره د ملامنصور ډلې له لوري وژل شوی.

وموغوښتل په دې اړه د وسله والو طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي نظر هم واخلو، خو له ډیرو هڅو سره سره بریالي نه شو.

هلمند کې داسې مهال د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه مخ په زیاتېدو ده، چې د دې  ولایت  ۵ ولسوالۍ دا مهال له وسله والو طالبانو سره دي او تر ډیره هغوی په کې خپل حاکمیت چلوي.

د وسله والو طالبانو د مشر ملامحمدعمر د مړینې سره سم د وسله والو طالبانو یو بل مهم کس ملااخترمحمد منصور، چې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسیدونکي او اسحاقزایي دی، د دې ډلې له پاره خپل مشري اعلان کړه.

د ملا اخترمحمد منصور د مشري څخه وروسته د وسله والو طالبانو په منځ کې درز پیدا شو او د ملامحمد رسول ډلې په مشرۍ یوې نوې ډلې خپل د موجودیت اعلان وکړ.

دوی یو پربل تورونه لګول د هیواد په څو ولایتونو زابل، فراه او یو شمیر نورو سیمو کې یې جګړې هم وکړې او لسګونه کسان په دې جګړو کې ووژل شول.

دا ځل دا جګړه هلمند ولایت ته را وغځیده د ملا محمدرسول په مشري دې ډلې د هلمند د باغران ولسوالي له نیول کیدو سره سم اوس د هلمند په نورو سیمو کې هم د خپلې مشري خبرې کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام