
افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکولاسکي وايي، هغه پلاوی چې د افغانستان د حکومت په استازيتوب د سولې خبرو کې ګډون کوي، بايد ټولشموله او پياوړی وي.
نوموړي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خبريالانو سره خبرو کې وويل چې ، د سولې خبرو ملاتړ لپاره د سلا ورکونې او ملاتړ کمېټو رامنځته کول به پلاوی لا ټولشموله کړي او زياتوي چې دا پلاوی دې ژر تر ژره جوړ شي.
نېکولاسکي د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د طالبانو د سرتېرو مدغمېدلو په اړه وايي چې دا موضوع بينالافغاني خبرو پورې اړوندېږي او هغوی به خوشحاله وي چې افغان امنيتي ځواکونو نه ملاتړ وکړي.
نوموړی وايي، د سيمې هېوادونه چمتو دي چې د افغان سولې د خبرو کوربانه شي او دا ښيي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه افغانستان کې سوله غواړي.

نېکولاسکي زياتوي چې ناټو افغانستان کې له سولې او ثباته ملاتړ کوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځالې بدل شي.
نوموړی ټينګار کوي چې د سولې هوکړه دې د تېرو ۱۹کلونو د لاسته راوړنو او د بشر حقوقو ته د درناوي پربنسټ پلې شي.
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه تېره ورځ پيل شوه او نن پای ته ورسېده.
په دې ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه په منځتي ختيځ کې د پرمختګونو، له تروریزم سره پر مبارزې، روسيې، اوکراين او افغانستان او د اروپايي اتحاديې او د ناټو د اړيکو په اړه بحثونه وشول.





