د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل لپاره له وروستیو پرمختګونو د ناټو هرکلی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي مصالحې له رییس عبدالله عبدالله سره په ټیلیفوني خبرو کې د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل په برخه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی.

نوموړي بېګاه ماښام په یوه ټویټ کې لیکلي چې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله سره د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو غږېدلی دی.

د ناټو سرمنشي زیاته کړې، ښکېلې خواوې باید په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصت نه ګټه واخلي.

سټولټنبرګ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې د دوام په اړه هم ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي، ناټو به د سولې پروسې د ملاتړ لپاره په دغه هېواد کې خپل حضور تنظیم کړي.

ولسمشر غني د سولې لویې مشورتي جرګې له غوښتنې یوه ورځ وروسته، پرون ناوخته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر په بشپړېدو سره به بین‌الافغاني خبرې اترې په قطر کې پیل شي.

که څه هم ولسمشر غني د لویې مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ وویل چې طالبانو ژمنه کړې، که یې بندیان خوشې شول، په درې ورځو کې به بین‌الافغاني خبرې اترې پیل کړي، خو ملي ټلوېزیون پرون اعلان وکړ چې یادې خبرې اترې به د روانې زمري میاشتې په شپږویشتمه پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام