احدي: لوړ حکومتي پوستونه د پیسو په بدل کې پلورل کیږي

د افغانستان نوین ملي بجهې مشر انوارالحق احدي، پر افغان حکومت د نیوکې ترڅنګ وايي، چې په حکومتي او دولتي پوسټونو کې ګومارنې غېر مسلکي او د پېسو په بدل کې کيږي.

د سوداګرۍ وزارت پخوانۍ وزیر او د افغانستان نوین د ملي جبهې رییس انوارالحق احدي، د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل، د ملي یوالي په حکومت کې قانون او ښایسته سالاري په پام کې نه نیول کیږي او حکومتي چارواکي د پیسو په بدل کې او ارګ سره د سیاسي اړیکو له مخې ګومارل کیږي.

«د امنیتي چارواکو پلورل، ولایت په څو پلورل کیږي؟ د امنیت قوماندانۍ په څو پلورل کیږي؟ کوم وزارت چې پلورل کیږي یانې سیاسي ملاتړ ته ګوري.»

د احدي پر وینا، ملي یوالي حکومت په غیر مشروع او ایتلافي توګه جوړ شوی او همدې کبله زیات عام وګړو ملاتړ هم له ځانه سره نه‌لري.

د افغانستان د خلکو د ملي هوکړې بهیر بنسټ ایښودونکی او رییس فریدون الکوزي، چې په دې غونډه کې ګډون درلود ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل، چې افغانستان د ټولو قومونو کور دی او نباید حکومت یو قوم ته ځانګړی شي.

الکوزي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر حکومت د فشار له لارې د هغوی د ناکامې پالیسۍ د عملي کیدو مخه ونیسي.

د ولسمشر ویاند دواخان مینه‌پال د احدي د دغو څرګندولو په رد سره سلام‌وطندرا ته وویل، که چیرې د افغانستان نوین ملي جبهې رییس د خپلو ادعاو ثابتولو په اړه اسناد لري، نو کولای شي چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره دې شریک کړي.

هغه وویل:«موږ په بشپړه توګه دغه څرګندونې ردوو هغوی که کوم سند وړاندې ولای شي مهرباني دې وکړي افغانستان کې هيڅ څوکۍ د پیسو په بدل کې نه ده پلورل شوې موږ د فساد پروړاندې مبارزه کوو څوک چې په دې جرم ونیول شي عدلي او قضايي بنسټونو ته به وسپارل شي.»

د ملي یوالي حکومت کار کړنې مخکې له‌دې هم له کلکو نیوکو سره مخ شوې دي، خو حکومتي چارواکي تل دغه ادعاوې رد کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام