پاکستان د بین‌الافغاني مذاکراتو د مدیریت په لټه کې

په دې وروستیو کې یوې بهرنۍ رسنۍ د طالبانو د یوې مهمې سرچینې له خولې راپور ورکړی چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د مولوي امیرخان متقي په ګډون، د قطر سیاسي دفتر اته غړي له دندو ګوښه کړي او له خپلې خوا یې څلور نور کسان دغه دفتر ته استولي دي.

دغه راز په نظامي برخه کې هم د پخواني قوماندان ملا ابراهیم صدر پر ځای د طالبانو د پخواني مشر ملامحمدعمر زوی ملا یعقوب د دغې ډلې د نظامي کمېسیون مشر ټاکل شوی دی.

که څه هم په طالب ډله کې بدلون را بدلون یوه معمول خبره ده او د دې ډلې مشرتابه ځینې وخت سیاسي او نظامي چارواکي بدلوي، خو له قطر نه د سیاسي دفتر د غړیو اېستل او پر ځای یې د نورو کسانو ګومارل او دغه راز د نظامي کمېسیون په مشرتابه کې د ملا عمر د زوی ګومارنه، هغه څه دي چې د سولې خبرواترو په درشل کې یې د طالبانو د غړیو ترمنځ ګنګوسې راپورته کړې دي.

د نظامي چارو یوشمېر کاپوهان وايي، په داسې یوه حساسه مرحله کې چې ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي، دغه بدلونونه د افغانستان لپاره ښه زېری نه دی.

د نظامي او استخباراتي چارو کارپوه محمد حیدري او د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزامحمد یارمند وايي، د پاکستان استخبارات غواړي د سولې خبرواترو په درشل کې خپل نفوذي کسان د دې ډلې په مشرتابه کې وګوماري، څو ښه یې مدیریت کړای شي.

د دوی په وینا، د طالب ډلې په نظامي برخه او مرکچي پلاوي کې دغه بدلون رابدلون د هبت‌الله له خوا نه، بلکې د پاکستان له لوري کېږي، څو غوره شوي کسان بین‌الافغاني خبرې اترې د پاکستان په ګټه راوڅرخوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ډېرو اړیکو سره سره بریالي نه شوو.

د ویلو ده چې په طالب ډله کې د نظامي او سیاسي چارواکو بدلول او له دندو ګوښه کول له دې وړاندې هم شوي دي.

د طالبانو مشر او بنسټ اېښودونکي هم د خپل حکومت په دوره کې ملا دادالله اخوند له اصولو نه د سرغړونې او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د وهلو ټکولو په جرم له دندې لرې او سلګونه نور کسان یې هم بې‌وسلې کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام