
د ښځو د ولایتي شبکو غړیو نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې د تامین لپاره باید له رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخیستل شي.
د دې شبکې د غړیو په خبره، په بینالافغاني مذاکراتو کې باید د اوربند پر تامین، د وروستیو څو کلونو لاستهراوړنو او د بشري حقونو د ارزښتونو پر ساتنې ټینګار وشي.
د بشري حقونو او د نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر دې غونډې ته وویل، د سولې په بینالافغاني خبرواترو کې باید د قربانیانو حقونه په پام کې ونیول شي او د جګړې قربانیانو ته د برخې ورکولو لپاره دقیق جوړښت رامنځته شي.
بلهخوا د شهیدانو د وارثینو او د جګړې د قربانیانو ټولنې هم نن په کابل کې په جلا غونډه کې غوښتنه وکړه چې لږترلږه باید د دغه پوړ یو استازی په بینالافغاني خبرواترو کې ګډون وکړي.
د شهیدانو د وارثانو او د جګړې د قربانیانو د ملي ټولنې غړی شعیب امیري وايي، دولت او طالبان باید ژرترژره اوربند وکړي او د سولې په بینالافغاني خبرواترو کې د جګړې قربانیانو ته ونډه ورکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري سلاموطندار ته ویلي، دغه وزارت په بینالافغاني مذاکراتو کې د جګړې قربانیانو او د شهیدانو د وارثانو د ګډون پر طرحې کار کوي.
د نوموړې په وینا، دغه وزارت د سولې د خبرواترو په تړاو د ټولنې له ټولو لوریو سره سلا مشورې کړي او په بینالافغاني خبرواترو کې به د هغوی نظرونه او مشورې په پام کې نیول کېږي.
د ښځو ولایتي شبکې او د جګړې د شهیدانو او قربانیانو د وارثانو ملي ټولنې د اوربند د تامین او د افغان سولې د خبرواترو له بهیر نه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.





