عبدالله د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

د ثبات او هم‌پالنې په نوم د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې په مشورتي جرګه کې د دې ډلې د نه ګډون خبر ورکوي.

په دې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په یاده ډله کې شامل ګوندونه او سیاسي شخصیتونه تر دې دمه د سولې مشورتي لویې جرګې اړوند د مشورې طرف نه وو او د دې جرګې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه‌لري.

د ثبات او هم‌پالنې ډلې ویاند بشیراحمد ته‌ینج سلام‌وطندار ته وویل، حکومت د هغه نفوذ له مخې چې د جرګې پر غړیو یې لري، هڅه کوي چې د جرګې پایلې په خپله ګټه را وڅرخوي او په وینا یې که په یاده جرګه کې ګډون وکړو، یوې ناقانوني موضوع ته مشروعیت ورکوو.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ثبات او هم‌پالنې ډله فکر کوي چې په جرګه کې ښايي داسې پرېکړه وشي چې پایله یې د ولسمشر غني په ګټه وي؛ نو له همدې امله غواړي دا جرګه ګډه‌وډه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، د سولې په مشورتي جرګه کې د ثبات او هم‌پالنې ډلې نه ګډون د دې ښکارندویي کوي چې د ملي یووالي حکومت په خپل منځ کې هېڅ ډول همغږي نه‌لري.

د سولې مشورتې جرګه په پام کې ده د روان کال د غويي میاشتې په ۹مه نېټه د ټول هېواد په کچه د شاوخوا ۳ زرو کسانو په ګډون د درېوو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام