خارجه وزارت: د ډیورنډ په اړه پريکړه په خلکو پورې تړاو لري

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مسوولین وايي، چې ډيورنډ کرښه یوه فرضي کرښه ده او په‌دې اړه پریکړه د دواړو غاړو د اولسونو پورې اړه لري.

د یاد وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې پر سر تاریخي ستونزه د زیاتو حکومتونو د وسې کار نه و.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د لیدلو په ګډون په هیڅ غونډه کې د دغې کرښې په اړه پریکړه نه‌ده شوې.

نوموړي دا هم وویل، چې د پاکستاني پوځيانو له‌خوا پر افغان خاورې راکټي بریدونه به د دغه هېواد اړیکې ښې نه‌کړي.

همدارنګه مستغني زیاته کړه، چې په‌دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په امتداد د کټارو او موانعو جوړول د پاکستان حکومت له لوري يو جانبه اقدام دی او پاکستان په‌دې هڅه کې دی، څو د ډیورنډ کرښې په اړه د نړېوالو ذهنونو ته تغیر ورکړي، چې پر وینا يې چې دا د پاکستان حکومت د ضعف ښکارندويي کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په‌داسې حال کې پر ډيورنډ کرښې د موانعو جوړول یو طرفه بولي، چې د پاکستان حکومت د دغه عمل غندلو په موخه نن په لسګونه پکتیا میشتو وګړو لاریون هم وکړ.

لاريون‌والو په خپلو ویناوو کې وویل، چې دوی به له خپلې خاورې دفاع وکړي او پرې به نږدي چې پاکستاني پوځيان په ډيورنډ کرښه اغزن سیم وغځوي.

دوی په دې اړه د افغان دولت پر چوپتيا هم کلکه نيوکه وکړه او له ولسمشر او مسولو ادارو څخه يې په دې اړه د لازمو او جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

لاريون‌کوونکو وویل، د ډيورنډ کرښه، هېڅ رسمي او قانوني جواز نه‌لري او دا کرښه يوه فرضي کرښه بولي.

د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی او لاريون‌وال خليل وفادار وويل، چې خلک د پاکستان لخوا پر پوله خندق کيندلو او نورو خنډونو خلاف دي او ياده چاره بايد ودرول شي.

وفادار وايي، که د پاکستان توغنديزو بريدونو او نورو ناوړه کړنو ته جدي غبرګون او ځواب ونه ويل شي، نو خپلو مدني او اعتراضيه حرکتونو ته به دوام ورکړي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې له افغان دولت څخه غوښتنه وشوه،  چې د پاکستان د دې عمل مخه دې ونيسي او هيچا ته بايد اجازه ور نه‌کړل شي چې په افغان خاوره تېری وکړي.

په انګور اډه او تورخم دروازه له جګړو او د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تر ترینګلتیا وروسته یو ځل بیا د پاکستاني پوځ له لورې پر ډيورنډ او ډيورنډ کرښې ته څېرمه فعالیتونو په باب افغانستان کې سختې نیوکې او بحثونه راپورته شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام