ولسي جرګې سخي مشواڼی ۱۰ ورځې له عمومي غونډو منع کړ

ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې پرېکړه وکړه، چې سخي مشواڼۍ به تر لسو ورځو د جرګې په عمومي غونډه کې ګډون نه کوي.

د ولسي جرګې وکیلانو دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې تېره اونۍ په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د خپل مایک له بندېدلو وروسته، د کلیو او پراختیا پر وزیر نصیر احمد دراني بريد وکړ.

د ولسي جرګې د نن (شبنه) ورځې په غونډه کې د جرګې لومړي مرستیال ظاهرقدیر وویل، چې د ولسي جرګې وکیل سخي مشواڼي او د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني پر یو بل تورنه لګوي دي او کله چې له لسو ورځو وروسته د کونړ د خلکو استازی عمومي غونډې ته را پرېښودل شي؛ بیا به د لګول شویو تورونو په سر بحث وشي.

قدیرهمدا ډول زیاته کړه، چې مشواڼی به د ولسي جرګې له اداري هیت له پلاوي هم بښنه غواړي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان د چهارشنبې پر ورځ د شخړې د هوارولو هڅه کوله، چې مشواني له خوا له ګرېوانه راونیول شو.

سخي مشواڼي په ولسي جرګه کې د کلیو او پراختیا په وزیر تور پورې کړی و، چې په کونړ کې د ګڼو پروژو په غلا کې شريک دی.

خو په ورته وخت کې وزیر په خپلو وروستیو خبرو کې مشواڼۍ د پروژو په غلا تورن کړ.

پخوا له دې هم په ولسي جرګه کې د ځېنو وکیلانو او ورغوښتل شویو او استجواب شویو چارواکیو تر منځ نښتې شوې دي، خو تر اوسه یو ته هم دا ډول سزا نه وه ورکړل شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام