د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ له سياسي هوکړې د ناټو، امریکا او يو شمېر نورو هېوادونو هرکلی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني او د پخواني اجرايه رييس عبدالله عبدالله تر منځ د خپلمنځي اختلاف ختمولو او د یو ټول‌شموله حکومت جوړولو د پرېکړې هرکلی کړی.

سټولټنبرګ زياته کړې، د کورونا ويروس او د افغانانو پر ضد د طالبانو د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په حال کې ډېره اړینه ده چې ټول افغان مشران په خپل هېواد کې د سولې لپاره ګډ کار وکړي.

د ناټو اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی کم کړي، بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي او د سولې او افغانانو د ګټې لپاره جوړجاړی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يا یوناما هم په يوه اعلاميه کې د يادې سیاسي هوکړې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې په دې هوکړې سره به افغان مشران د هغو لویو خطرونو سره د مبارزې جوګه شي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمدجواد ظریف هم له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره په يوه ټلفوني اړيکه کې ويلي چې د مصالحې شورا له لوري ايران د طالبانو او افغان دولت ترمنځ درېیم‌ګړي ته چمتو دی.

چین، ترکیې، هندوستان، کاناډا، بریټانیا او ځینو نورو هېوادونو او سازمانونو د افغان مشرانو له دغه ګامه هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هوکړه په افغانستان کې د سولې او ثبات لامل شي.

د ولسمشر غني او عبدلله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه له درې مياشتو وروسته تېره ورځ« د ثور ۲۸مه، يکشنبه» لاسليک شوه.

د يادې هوکړې پربنسټ به عبدالله د مصالحې عالي شورا رييس وي او په کابينه کې به هم ۵۰ سلنه ونډه ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام