
کابل کې د لاستهراوړنو او تجربو شریکولو په موخه د افغانستان د ۲۴ ولایتونو د ښاروالانو دویمه ملي غونډه جوړه شوه.
دغې غونډه کې یوه مناسب ښاري نظام ته د رسېدو لهپاره، د ښاروالانو او خصوصي سکتور ترمنځ د ښې حکومتولۍ او همغږۍ رول په اړه بحث او خبرې وشوې.
ولسمشر محمد اشرف غني چې دې غونډې کې یې خبرې کولې اعتراف وکړ چې ښاروالیو کې د قانون او ظرفیت تشه او ناسمه حکومتولي، د ښاري ناورین او هېوادوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوېده.
د ولسمشر په وینا، د قانون نهشتوالی د ځمکو د غصب اصلي لامل دی او که دې برخه کې سمې پالیسۍ موجودې وی؛ نو خصوصي سکتور به په ښارونو کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړېوه.

د ولسمشر غني په وینا، اړتیا ده چې ښاروالیو کې د خلکو په غوښتې حکومتولۍ رامنځته شي او د ښاروالیو تګلاره چې له نورو هېوادونو څخه کاپي شوېدي؛ د افغانستان شرایطو په اساس جوړه شي.
په ورته وخت کې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بیک وايي، دې ادارې د پروژو د غوره تطبیق لهپاره مشورتي شورا جوړه کړې چې د ښاري پروژو بودیجه د دې شورا له تاییدۍ پرته نه منظورېږي.
د سیمهییزو ارګانونو ادارې د مشر په وینا، افغانان ښې حکومتولۍ ته د رسېدو لهپاره خپلې ستونزې حکومت ته رسولی او هغه حلوفصل کولی شي.





