.jpg)
د بلوڅو ځوانانو په نوم د شورا غړو نن دوشنبه (اپریل ۴مه) په خپله کلنۍ ناسته کې وویل، چې حکومت په خپل قومي سیاستونو کې د بلوڅو ځوانانو ته هیڅ پام نه دی کړی او دغه قوم يې بیخي له پامه غورځولی دی.
د بلوڅ ځوانانو د شورا رییس غفار باتور وايي، چې حکومت په تېرو ۱۴ کلونو کې د بلوڅو ځوانانو ته هیڅ پام نه دی کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی په تېر ۱۳۹۳ کال کې په خورا زیاته کچه په ټاکنو کې ګډون هم وکړ او د ملي وحدت حکومت مشرانو ته رايې ورکړې.
نوموړي زیاته کړه، چې بلوڅ ځوانان اوس د ملي وحدت له حکومت څخه غواړي، چې دوی ته د کار کولو زمينې برابرې کړي.
په نظام کې د ځينو بلوڅانو شاملول او دغه قوم ته د ځینو تحصیلي بورسونو ځانګړي کول د دوی له نورو غوښتنو څخه و.
.jpg)
له بل لوري په مشرانو جرګه کې د بلوڅانو استازی محمد نادر خان بلوڅ وايي، حکومت نه شي کولای، چې شاوخوا یو میلیون بلوڅ له پامه وغورځوي.
هغه زیاته کړه، چې د بلوڅو قوم له پاره باید ټولنیز عدالت تطبیق شي.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو چارو معین کمال سادات د بلوڅو قوم سره ژمنه وکړه، چې په هره برخه کې به له دوی سره مرسته وکړي.
نوموړي وویل، چې اوسنی حکومت قومي او ژبني مسایلو له مخې نه، بلکې د لیاقت او وړتیا له مخې خلک په څوکیو ګوماري.





