که چېرې د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ وي، نو دا هم د بحث وړ موضوع ده. د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په تاریخ کې کم تر کمه څلور ورځې ثبت شوي، د کب ۹مه، د وري ۲۴مه، د زمري ۲۰ او بالاخره د همدې میاشتې ۲۸مه. د کمونیستي نظام له منځ ته راتلو او د طالباني نظام له پرځېدو وروسته ډیری وګړي د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ بولي. د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په تاریخ کې ګونګوالی په ټولیزه توګه د دغه هېواد څو لسیزې وړاندې تاریخ هم په بشپړ ډول مبهم کوي.

باید ووایو، چې په افغانستان کې هیڅکله هم سوله نه وه، چې وکولای شو له هغه متن نه د هېواد خپلواکي خارج کړو.

په افغانستان کې په یو ډول نه یو ډول لاسوهنې دوام وکړ او شاه امان الله خان د خپل ملي غرور ښودلو او دې موضوع ته د لمن وهلو په واسطه وښودله، چې جنګ يې د افغانستان په ګټه پای ته ورساوه.

عجیبه نه ده، چې د افغانستان د استقلال تاریخ له دوو برخو ابهام ولري.

لومړی، د دغه ګونګوالي او ابهام ريښې د افغان ـ انګلیس د کړکېچ موضوع ته رسیږي او دویم دا چې د شاهي کورنۍ په سیاسي اقتدار کې خپلمنځي اختلافات موجود و.

د معمول په څېر له لومړۍ برخې د کړکېچ پېچلتیا، د یو منضبط او منظم، قدرتمند ډيپلوماسي دستګاه نه شتون، د تحولاتو جریان د امير امان الله خان د تاریخي وینا لامل شو.

په هغه کې وینا کې امان الله خان مدعي شو :" هيڅ هېواد ته به د یو ويښته په اندازه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي". دغه موضوع خپله ګونګه ده.

که څه هم له بریټانیوي هند سره څو ځلې هوکړې او عهدونه وشول، خو بیا هم په افغانستان کې د دغه هېواد د لاسوهنو مخنیوي يې و نه شوای کړای.

باید ووایو، چې دا ټول عهدونه هم د افغانستان په داخلي چارو کې د بریټانیوي هند شاتګ نه شي تضمینولی.

داسې ښکاري، چې دغه کړکېچ هیڅکله پای ته و نه رسېد.

پس ویلای شو، د افغانستان جګړه هیڅکله پای نه دی موندلی، چې د هغه له متنه استقلال خارج کړو او دا یو روښانه نتیجه ده، چې د افغان ـ انګلیس له جګړې يې اخیستلای شو.

په هره طریقه چې وه لاسوهنې دوام درلود او شاه امان الله خان هڅه وکړه، چې د خپل ملي ګرايي حس تمثیل کړي او داسې ښکاره کړي، چې ګني جنګ د افغانستان په ګټه تمام شوی.

په افغانستان کې داسې یو استقلال هیڅکله رامنځ ته نه شو، چې د کړکېچ پای وي او د متجاوز هېواد لاسونه لنډ وي؛ په هر صورت پس له ډيرې کمې مودې دغه موضوع موږ ته روښانه شوه.

په رسمي تاریخونو کې د خپلواکۍ له ورځې ډېر په شان او شوکت سره یادي. دا چې افغانستان په خالي لاس انګریزانو ته شکست ورکړ او تور مخي يې بېرته وليږل. موږ په رسمي تاریخ کې د یو بې ارزښت مبتذل حماسي ادبیاتو سره مخ یو، لکه حیدري برید، چې په هغه کې د مسلمانانو څلورم خلیفه یو قهرمان یاد شوی او د قهرمانۍ کیسې يې په کتابونو کې درج شوې دي.

خارجیانو ته د شاه امان الله خان ملي ډوله ګواښ هم زیات د افغانستان رسمي تاریخ پورې اړه لري؛ دغه موضوع له منطق سره برابر نه او عمومي افکارو سره په ټکر کې ده. هغه په داسې حال کې د جنګ مشهور غازي شو( د رسمي روایتو له مخې)، چې انګریزانو ته يې ماتې ورکړه او افغانستان يې یوځل بیا ازاد کړ. خو ډېر ژر يې پر وړاندې بغاوتونه شروع شول، د اقتدار پايې ورته ولړزولې او وروسته د افغانستان د استقلال تاریخ هم بدل شو.

له دې ټولو سره سره که له دغې موضوع تېر شو، چې هغه مهال افغانستان د پرمختګ او پراختیا پر لور روان و، پرځېدل او ګډوډي مخکې له هغه موجود و.

دغه پروسه په افغانستان کې د کمونیستانو د دورې پرمهال پېل شوه، د کورنيو جنګونو پر مهال خپل اوج ته ورسېد، چې له طالباني رژيم سره جوخت په افغانستان کې د وینې ویالې و بهېدې او په یو استبدادي جغرافیا بدله شوه.

تر اوسه هغه هېواد، چې ادعا کوي له نن څخه ۱۰۰ کاله وړاندې خپله خپلواکي يې واخیسته، د جنګ پر خرابیو و نه شوای کولای چې خاورې وشیندي.

وروسته له سلو کلونو هم د افغانستان د پولیسو او پوځ معاش له بهرنیو مرستو تمویلیږي، کار کوونکو ته يې تنخوا د نړېوال صندوق څخه ورکول کيږي او ان داخلي سیاسي کړکېچ يې هم د یو بهرني ډيپلوماټ له خوا حليږي.

 په دې ټولو دورو کې رسمي تاریخ د واقعاتو پر خلاف روایت شوی دی. موږ په خپل رسمي تاریخ کې د یو جنګجو او مغرورو خلکو سره مخامخ یو، چې رذالت ته تن نه ږدي. خو واقعیت بیا برعکس دی.

په دې اړه باید توضیح ورکړم، چې د زمري ۲۸مه زیات ځوان قشر ته مفهوم لري. موږ د زیاتو سوالونو سره مخ یو. د افغانستان د خپلواکۍ له ګونګتیا څخه نيولې او دغه سوال، چې ایا افغانستان په ريښتا خپله خپلواکي اخیستې بې ربطه نه دی.

د افغانستان په تاریخ کې شاوخوا یوه پېړۍ کړکیچ او پرځيدل حاکم و. زیات نسل وژنې رامنځ ته شوي او د افغانستان سیاسي نظام کم تر کمه ۷ ځلې تغیر کړی دی.

اوسمهال سیاسي ثبات ته د رسیدو له پاره مو اوږده لاره پر مخ پرته ده او دا چې په راتلونکي کې به د کوم ډول نظام خاوندان یو، هم څرک يې په ستونزو لیدل کيږي.

په دغه هېواد کې زیات انقلابونه په حقیقي معنا سره نه وې.

په افغانستان اکثره داسې جنګي مزدوران جنګېدلي، چې جنګ هدف يې کار و. داسې هم نه شو ویلای، چې په دغو وختونو کې عدالت غوښتونکي کسان، شخصیتونه او ډلې نه وې، خو باید ووایم چې دوی هغه مهال د پام وړ کار نه دی کړی.

خو په هر صورت داسې کسان ډېر کم دي، چې په افغانستان کې د انقلابونو په هکله تردید وکړي او هغه غرور باندې چې تاکید کيږي هغه ته د شک په سترګه وګوري. خو غرور هم د هغو وژنو سر نخ دی، چې ویني بهوونکي انقلابونه يې له ځانه سره لرل.

دا واضحه خبره ده، چې موږ د یو باطل خیال او یو دروغجن علم سره مخ یو. زما له پاره د زمري ۲۸ مه یو چیچونکی  او تریخ نېش خند دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام