سباته به کابل، امريکا او ناټو ګډه اعلاميه خپره کړي

ارګ وايي، ټاکل شوې سبا ( حوت ۱۰مه، شنبه) د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ کابل ته راشي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي چې د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یوه ګډه اعلامیه خپروي.

دا اعلاميه به په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې د تړون له لاسلیک سره يوځای په کابل کې له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام ګډه اعلامیه لاسلیک کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستيال دواخان مينه‌پال رسنيو ته ويلي چې د دغې اعلامیې موخه د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام ډاډ دی.

له دې وړاندې ولسمشر غني ويلي وو چې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې د تړون له لاسلیک وروسته به افغانستان، امريکا او ناټو ګډه اعلاميه خپروي چې له مخې به یې نړيواله ټولنه افغانسان سره خپلې ژمنې تازه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سباته به د قطر په دوحه کې امريکا او طالبان د سولې هوکړه لاسليک کړي.

د يادې هوکړې  د لاسليک پر مهال به شاوخوا د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.

 د دې تړون لاسلیک به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار برابره او ورپسې به د سولې د بهیر بل پړاو یا بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام