
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو د سازمان له تور نوملړه د طالبانو ډلې د مشرانو نومونه د افغان حکومت له همغږۍ او تایید پرته نه لرې کېږي.
د چخانسوري په وینا، افغان حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرې وکړي، خو سوله به له قید او شرط پرته نه وي او که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، ښايي له تور نوملړه د یادې ډلې د مشرانو نومونو پر اېستلو هم بحث وشي.
هارون چخانسوري وايي، د افغانانو ۱۷ کلنې لاسته راوړنې د حکومت لپاره سرې کرښې او د معاملې وړ نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې په وروستۍ لیدنه کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د طالبانو د مرکچي پلاوي لپاره د سفر اسنادو صادرولو پر بېلابېلو غوراویو بحث کړی دی.
د ولسمشر ویاند دغه راز وايي، افغان حکومت د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د راکېټي بریدونو موضوع د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې مطرح کړې او هیله ده چې یاد سازمان له پاکستان سره په دې برخه کې جدي چلن وکړي.
اړوند مطالب:
«امریکا له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو اېستلو هڅه کوي»
دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو
افغان سوله، د هند او پاکستان د کړکېچ قرباني
لاریونوال: بینالافغاني سوله او اوربند غواړو
خلیلزاد: تلپاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی
خلیلزاد: د امریکا لهپاره سوله لومړیتوب دی، نه د ځواکونو ویستل





