د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی وايي، په افغانستان او سیمه کې له ۲۰ نېولې تر ۳۰ پورې سترې او وړې تروریستي ډلې په بېلا بېلو فعالیتونو بوختې دي.
معصوم ستانکزي نن (دوشنبه) «د کابل او نړیوالې ټولنې د مرستو څارنې او همغږۍ نوبتي غونډه» کې په دې اړه خبرداری ورکړ.
ستانکزي زیاته کړه، چې د دغو تروریستي ډلو بریدونه بیلابیلې موخې لري.
ستانکزی وايي، تروریستي ډلې په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې ځان له پاره خوندي پټنځایونه پېدا کړي.
د دفاع سرپرست وزیر وايي، دغه ډلې همدا ډول غواړي له افغانستانه د سیمې هېوادونه وګواښي او غواړي چې وېره خوره کړي.
ستانکزي که څه هم د چا یا کوم لوري نوم وا نه خیست، خو زیاته یې کړه چې د بېلابېلو کړيو له لوري د تروریستي ډلو ملاتړ کيږي.
دده په وېنا، چې د ترهګرو ځېنې ډلې په افغانستان کې د خپلو موخو ترلاسه کولو له پاره د پټنځای په تلاش کې دي، خو ځېنې نورې هغه یې چې د منځنۍ اسیا هېوادونو پورې تړاو لري غواړي افغانستان خپلو اهدافو ته د رسېدو له پاره وکاروي.
ددې امنیتي چارواکي په وېنا، دغه ټولې ډلې په خپلو کې یو بل سره همکاري کوي او یوه بله د خپلو موخو له پاره کاروي.
ستانکزي هغه نظرونه رد کړل او نا سم پوهاوی یې وباله، چې وايي افغان امنيتي ځواکونه وسله والو سره په جګړه کې پاتې راغلي، هغه وايي افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست له نړیولو پنځه غټې غوښتنې مطرح کړې.
معصوم ستانکزي وویل، د افغانستان سره د نړیوالو د مرستو دوام او ژمنې عملي کول، د افغانستان سره د دوی سیاسي ملاتړ، په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه، د افغان هوايي ځواک پیاوړي کول، د افغان ملي ځواکونو روزنه، په نړیوالو معیارونو برابرول او د افغان ځواکونو سره د مرستو او همغږۍ ټينګښت ددوی له غټو غوښتنو څخه دي.
ددفاع ځای ناستي وزیر په دې وزارت کې د ځېنو اصلاحاتو او نویو ګمارنو په اړه هم خبرې وکړلې.
نوموړي وویل، چې ۶۰ نوي جنرالان یې په بیلابیلو ریاستونو کې ګومارلي دي.
دغه چارواکی وایي، سږکال یې د ملي دفاع وزارت کې د ۴ میلیونه لیترو تېلو د بې ځایه لګښت مخنیو کړی، خو بل لوري بیا وايي، چې د دغه وزارت لوجستیک برخه هم د پراخو ستونزو سره مخ ده.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي، چې سږکال په شپږو میاشتوکې یې ۵۰ زره په شرایطوبرابر د خپلې خوښې ځوانان د ملي اردو لیکو ته جذب کړي، چې په دې اړه د دوی هڅې دوام لري.
دغه راز، ستانکزی زیاته کړه، چې په تېرو شپږومیاشتو کې په بېلا بېلو زونونو او ۱۵ ولایتونو کې د ۳۰۰۰ ګډو عملیاتو سربېره ۲ زره پروازونه ترسره کړي دي.
جوړې شوې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي وویل، چې وسله وال ترهګر له امنیتي تشې په ګټې اخیستنې سره په جګړه ځپلو ولایتونو کې ځانونوته ځایونه پیداکړي دي.
خو علومي وايي، چې دوی به د وسله والو د هر ډول فعالیتونو مخه ونیسي.
همدا راز علومي زیاته کړه، چې افغانستان به هېڅ کله د ترهګرو په مرکز بدل نه شي او نه به دوی وسله وال دې ته پرېږدي چې افغانستان د ترهګریزې پلازمېنې په توګه وکاروي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د کاناډا سفیرې ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره د دوی مرستې نه دي ختمې شوي او د پخوا په څېر به دوام ورکړي.
د کابل او نړیوالې ټولنې د مرستو څارنې او همغږۍ نوبتي غونډه یا (OCB) موخه داده، چې نړیوالو له لوري مرسته کېدونکې پيسې پرځای لګېدلي، چې د نن( دوشنبې) ورځې نوبتي غونډه د مالیې وزارت په کوربه توب امنیتي برخې ته ځانګړې شوې وه.





