
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، چې ددغه هوکړه لیک له مخې افغان حکومت د حزب اسلامي پر مشرتابه د ملګرو ملتو امنیت شورا ټولو بندیزونو لرې کولو په موخه اقدام کوي او په بدل کې يې حزب اسلامي له ځنډ پرته اوربند اعلانوي.
د سولې تړون لومړۍ مسوده نن پنجشنبه (سپټمبر ۲۲ مه) له غرمې مخکې د سولې عالي شورا رییس پیر سید احمد ګیلاني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د سولې عالي شورا مرستیال عطاوالرحمن سلیم او د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ترمنځ په کابل کې لاسلیک شوه.
د سولې عالي شورا رییس پیر سید احمد ګیلاني ددغه سند لاسلیک په هیواد کې د سولې ټینګښت له پاره نوی پیل وباله او د دولت له نورو مخالفینو یې وغوښتل چې حزب اسلامي خپله بیلګه کړي، له مخالفته لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي:
په همدې حال کې د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وویل، سره له دې چې د سولې خبرې اترې ستونزمنې وې خو اوس په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې او دا یوازې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ هوکړه لیک نه بلکې په افغانستان کې د تل پاتې سولې پیل دی:
خو ښاغلی کریم وايي، چې ددوی مبارزه به له هیواده د وروستي بهرني سرتیري تر وتلو پورې دوام ولري.
مراسمو ته د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې سوله قرباني غواړي او حزب اسلامي دغه بهیر ته د رسیدو له پاره قرباني ورکړې.
د اتمر پروینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځو دایمي غړو له افغان دولت سره ژمنه کړې، چې د دغه هوکړه لیک له لاسلیک وروسته ټول هغه بندیزونه لرې کوي، چې د حزب اسلامي پر مشرتابه لګیدلي او پروینا يي اوس دغه وخت رارسیدلی.
د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه، چې ددغه هوکړه لیک پربنسټ افغان دولت ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامي نورو غړو ته د راتلو زمینه برابروي او په بدل کې يي حزب اسلامي اوربند اعلان او خپل پوځي تشکیلات ړنګوي.
د نوموړي پروینا، که د افغان دولت نور مخالفین هم له مخالفته لاس واخلي او له سولې سره یو ځای شي، حکومت دغه شان امتیازونه ورکوي.
نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د پاکستان له منګلو دې ځان خلاص کړي او د افغان حکومت سره دې سوله وکړي.
هغه زیاته کړه، چې که طالبان خپل واک پخپله لري، نو افغان حکومت به ورسره سوله وکړي او که يې نه لري، نو مسوولیت به یې د هغو پر غاړه وي.
د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي مرکچي پلاوي او افغان دولت ترمنځ د سولې هوکړه لیک وروسته له څو میاشتو په درې څپرکو او ۲۵ مادو کې لاسلیک شو او تمه کیږي، چې دغه هوکړه لیک افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار هم لاسلیک کړي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفارت، یوناما دفتر او اروپايي ټولنې د خبرپاڼو په خپرولو سره د حزب اسلامي مرکچي پلاوي او افغان دولت ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک ملاټر اعلان کړی.





