 - Copy 1.jpg)
په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله نن په یوې خبري غونډې کې وویل، که هند په کشمیر کې د وروستي برید په ځواب کې د اسلاماباد پر وړاندې جدي غبرګون وښيي، د افغان سولې خبرې اترې به زیانمنې شي.
دا څرګندونې تر هغې وروسته کېږي چې څلور ورځې وړاندې په کشمیر کې د یوه ځانمرګي برید له کبله ۴۴ هندي ځواکونه ووژل شول. د دغه برید مسوولیت پاکستان مېشتې جیشالمحمد ډلې پر غاړه واخیست.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استازي په نږدې راتلونکې کې یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په دوحه کې وګوري.
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم نن ګواښ وکړ، که هند د دغه برید په ځواب کې په نظامي اقداماتو لاس پورې کړي، پاکستان به هم ورته ځواب ورکړي.
 - Copy 1.jpg)
پاکستان په دې برید کې خپل هر ډول لاس لرل ردوي او په یوه لیک کې یې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د حل لپاره یې لای پهکار شي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د دغه برید په غبرګون کې ویلي، خپلو ځواکونو ته یې خلاص ورکړی چې د یاد برید لپاره یو ځواکمن ځواب پلان کړي.





