سند؛ ولسمشر غني د ښار جوړونې وزارت سرپرست لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ

ولسمشر محمد اشرف غني په خپل تازه فرمان کې لويې څارنوالۍ ته امر کړی چې د ځمکو او  ښار جوړونې وزارت سرپرست جواد پیکار د ولسمشر د فرمان پر خلاف د یو شمېر کسانو پر دندو د ګمارلو او له هېواده بهر د جایدادونو او اپارتمانونو د اخیستو په تور تر څېړنې  لاندې ونیسي.

کوم اسناد چې سلام وطندار ته رسېدلي د لوېې څارنوالۍ د مرستیال نور حبیب جلال لاسلیک هم پرې لیدل کېږي او په دې اسنادو کې د ولسمشر غني له لارښوونې وروسته، لويې څارنوالۍ د ځمکو او ښارجوړونې  سرپرست وزير له اداري فساد او جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستیالیت ته معرفي کړی دی.

په يادو اسناد کې همداراز راغلي چې ولسمشر غني له اړوندو مراجعو غوښتنه کړې چې د ځمکو او ښار جوړونې سرپرست وزير جواد پیکار د څېړنو د بهیر تر بشپړېدو ممنوع الخروج اعلان کړي.

خو د ځمکو او ښار جوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري وايي، لویې څارنوالۍ د جواد پیکار په اړه بېړنی اقدام کړی دی.

د ناصري په خبره،؛ په پام کې ده چې ولسمشر غني د لويې څارنوالۍ په مکتوب کې د يادو شویو ځینو مواردو په رد سره دوه تازه فرمانونه د ځینو لوړ رتبه چارواکيو د جایدادونو د څېړنې په موخه چې د ځمکو او ښارجوړونې سرپرست به هم په کې شامل وي، صادر کړي.

هڅه مو وکړه په راپور کې د ارګ نظر هم ولرو؛ خو د ولسمشرۍ ماڼۍ هېڅ ویاند ځواب ویلو ته حاضر نه شو.

د يادولو ده چې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکيو د جواد پیکار او ولسمشر غني ترمنځ د اختلافاتو او نه جوړښت په اړه لیکنې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام