له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره اوربند ته ضرورت دی

وروسته له هغه، چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په واشنګټن کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، پاکستان نه شي کولی، چې هم طالبان وځپي او هم يې د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي، افغان دولت وايي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پېل له پاره باید د دواړو خواوو ترمنځ اوربند وشي.

د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار سلام وطندار ته وویل، چې پاکستان د افغانستان سره د سولې خبرو اترو په برخه کې صادق نه دی او باید افغان حکومت په مستقیم ډول پرته له دې، چې دغه هېواد په جريان کې واچوي له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پېل کړي.

هغه وايې، چې له هرڅه مخکې باید د دواړو لوريو ترمنځ اوربند اعلان شي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د پاکستان صدر اعظم نواز شریف تېره ورځ (جمعه اکټوبر۲۳مه) وروسته له یو نیم ساعت خبرو اترو څخه دې نتيجې ته ورسېدل، چې باید وسله وال طالبان د افغان دولت سره په مستقیم ډول خبرو اترو ته حاضر او د سولې او ثبات له پاره لاره هواره شي

د نواز شریف دا شان څرګندونې په افغانستان کې دننه د ځينو سياستوالو او شنونکو له جدي غبرګون سره مخ شو او دغه هېواد يې په دوه مخي توب تورن کړل.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سېد ظفر هاشمي د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له پاره د افغان دولت دروازه خلاصه ده او طالبان هم باید د خبرو اترو د پېل له پاره ځينې شرطونه ومني.

هغه په افغانستان د ۱۴کلنو لاسته راوړونو ساتل او د افغانستان اساسي قانون منل د افغان دولت یو له لومړيو شرطونو یادل کړ.

له بل لوري اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي، ترڅو چې د پاکستان له لوري د ترهګرو د تمویل پروسه بنده نه شي، نو دوی به هم د خبرو اترو دویم پړاو پېل نه کړي.

په همدې حال کې د نړېوالو اړيکو کارپوه لطیف نظري سلام وطندار ته وویل، چې دا ځل افغان حکومت غواړي د پاکستان حکومت سره له رابطې پرته وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو ميز ته کښېني.

هغه وايي، چې د پاکستان د صدر اعظم له خبرو وروسته اوس باید افغان حکومت له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو له پاره زمینه برابره کړي.

له بل لوري د نواز شریف څرګندونې د مشرانو جرګې د ځينو غړو له جدي غبرګونونو سره مخ شو.

دغه غړي وايي، چې افغان حکومت هيڅکله هم له پاکستان څخه نه دي غوښتي، چې طالبان ووژني، بلکې ویلي يې دي، چې باید یاده ډله د خبرو اترو ميز ته حاضر کړي.

د ملي وحدت حکومت د پېل سره سم افغانستان هڅه وکړه، چې له پاکستان سره اړيکې ښې کړي، خو وروسته له هغه، چې د کابل په شاه شهيد سيمه کې درنه چاودنه وشوه، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په بې ساري ډول خرابې شوې او افغان حکومت په مستقیم ډول پاکستان تورن کړ، چې ترهګر تمويلوي او په افغانستان کې عام خلک وژني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام