
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلامفاروق وردګ نن «ملت ته د دولت د ځواب ویلو» په پروګرام کې وویل، د ملي شورا غړیو په تېر کال کې ولایتونو ته ۳۱۴ سفرونه کړي دي. نوموړی د دغو سفرونو موخه د خلکو د ستونزو حل او د پراختیايي پروژو د پرمختګ لپاره یادوي.
د هغه په وینا، دغه وزارت د یوه کال پر مهال په ولسي او مشرانو جرګو کې د حکومتي چارواکیو ۸۱۲ استجوابیه او استماعیه غونډې تنظیم کړې دي.
خو د ولسي جرګې د دارالانشا د پالیسي او مسلکي چارو مرستیال سلاموطندار ته ویلي چې یاد سفرونه یوازې ولایتونو ته نه وو، بلکې وکیلان د ښار په داخل کې هم ځینو سیمو ته تللي دي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د مسوولانو په وینا، ملي شورا په ۱۳۹۸ کال کې ټولټال ۹ تقنیني، ۲۰ نړیوال او ۳ د بودیجې سندونه تصویب کړي دي.





