
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان چارواکيو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو، زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان او کابل کې د امریکا سفیر سره د یوه ګډ ویډیويي کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
په دغه کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان د سولې پروسې له لارې اوږده جګړه پای ته ورسوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو خبرو کې د سولې پر راتلونکيو ګامونو، د بینالافغاني خبرو د ځای، د جګړې پر اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي د کمولو پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله وړاندې ویلي وو چې ښايي د افغانانو ترمنځ خبرې د دوو اوونیو په ترڅ کې پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغان سوله کې د ګڼو ستونزو ترڅنګ د پام وړ پرمختګونه هم شوي.
خلیلزاد په دغه پروسه کې د ستونزو د موجوديت پخلی کړی خو وايي، پر پرمختګونو هم باید سترګې پټې نه شي.
د خلیلزاد په وینا همدا اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله روانه ده، د بینالافغاني خبرو لپاره تیاری نیول کېږي او په اختر کې اوربند وښوده چې پرمختګونه شوي.
زلمي خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي چې د امریکا دفاع وزارت د ځواکونو ایستلو ته ژمن دی خو د ځواکونو حضور او وتل له طالبانو سره د شوې هوکړې په عملي کېدو پورې اړه لري.





