ولې چارواکي له استعفا وروسته افشاګري کوي؟

په دې وروستیو کې یو شمیر وزیرانو، رییسانو او د حکومتي ادارو یو شمیر کارکوونکي، چې له خپلو دندو استعفاوې کړي او یا د استعفا ورکولو په حال کې دي له خپلو دندو د پرېښودو سره جوخت دولتي رازونه هم افشا کوي.

له څو میاشتو راهیسې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل، د کانونو او پطرولیم وزیر داودشاه صبا او د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر له استعفا وروسته ویلي و، چې د دندې پرمهال د یو شمیر مشرانو تر فشار لاندې و.

له علومي وروسته، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د پاکستان په اړه د افغان حکومت پر سیاست نیوکه وکړه.

په دې اړه د پوهني وزارت پخواني معین صدیق پتمن سلام وطندارته وویل، چې حکومتي چارواکي د ملي یووالي حکومت مشرانو فشارونو له امله ګوښه کیږي او د حکومت تشه روښانه کوي.

پتمن زیاته کړه، افشا ګري د هیواد په ګټه ده.

خو د ولسي جرګې غړی محمد عارف رحماني، د اړینو واکونو نه لرل او له دولتي مامورینو سره د حکومتي مشرانو مشرانو نه همکاري د یو شمیر وزیرانو او ریسانو د استعفا لاملونه بولي.

له دې ټولو سره سره مدني فعال عبدالودود پدرام، په هیواد کې پر نا روښانه حکومتوالي د نيوکې ترڅنګ وايي، چې ټیمي بحثونو د حکومتي کارکوونکو د ادارو رازونه افشا کړي.

د حکومتي چارواکو ګوښه کیدل او د منتقدینو ډلې سره یو ځای کیدل د حامد کرزي له واکمني راهیسې دود شوی او اوسمهال د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره له ګوښه کیدو وروسته نیوکه پر یو حکومتي فرهنګ بدله شوې ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام