
د کابل حوزې رایو باطلېدو په اړه ناندریو، یو ځل بیا زور اخېستی دی.
څه موده مخکې د ځېنو سیاسي ګوندونو څارونکیو او اوسمهال د کابل حوزې یو شمېر نوماندان وایي، د کابل حوزې رایو له باطلېدو پرته بله لار نهشته.
دوه معترض نوماندان داوود کلکانی او عبدالعلي محمدي په ټاکنو خپلواک کمېسیون تور پورې کوي چې له بده مرغه د ټاکنو ټول یې قانون نقض کړی او د دوی له ډلې ډېر نوماندان شوې ټاکنې رڼې نه ګڼي.
یو شمېر نوماندان دعوه کوي چې پر رایپاڼو د بایومټریک ماشینونو د سکېیکرونو لګول د تلې تر ۲۸ او ۲۹ نېټې له ټاکنو مخکې روان وو.
د دوی په وینا، د رایو بیا شمېرنې بهیر کې هره رایه پر ۲۰۰۰ افغانۍ مامله شوې چې دې چارې د ګټونکيو د پېسو پر اساس د هغوی رایې ډېرې کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي سلام وطندار ته وویل چې د کابل رایو باطلېدل ناشوني دي.
ده هیله وښوده چې د شکایتونو اورېدلو کمېسیون د ستونزو ځای په نښه او د کره سندونه له وړاندې کولو وروسته به دوی اقدام وکړي.
د ده په خبره، دوی د ټولې حوزې رایې ځکه نهشي باطلولی چې لهدې چارې سره پاکې رایې له ناپاکو سره له منځه ځي او دا له ولس شره جفا ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې مخکې سلام وطندار ته ویلي وو چې دغه کمېسیون د کابل د رایو باطلېدل د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د سندونو وړاندې کولو شرط پورې معلق کړي و؛ خو تراوسه هېڅ سند دوی ته نهدی ورکړل شوی.





