له طالبانو د روسیې ملاتړ؛ روسيې فراه کې طالبانو ته وسلې ورکړي

 

مهري: روسیه او ایران د فراه په وروستۍ جګړه کې د طالبانو په ملاتړ ښکېل وو

د فراه ولایتي شورا غړي او سیمه ییز چارواکي وايي، د دوی معلومات او شواهد ښيي، چې طالبانو ته د ایراني ځواکونو په واسطه پرمختللې روسۍ وسلې رسېدلې دي.

په دې پرمختللو وسلو کې توپونه، توغندي او د شپې د روښنايۍ توکي شامل دي. 

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د هغو سندونو پر بنسټ چې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي؛ ښيي چې روسیه او ایران د دې ولایت په وروستۍ جګړه کې د طالبانو په ملاتړ ښکېل وو.

د مهري پر وینا، په دې جګړو کې طالبانو له امنیتي ځواکونو نه په پرمختللو وسلو زیاتې ډزې کړي، چې دې ډلې سره د پرمختللو جنګي وسلو او مهماتو ښکارندوي کوي.

جمیله امیني: روسیې دا وسلې طالبانو ته د ایران له لارې ور رسولي دي

د فراه ولایتي شورا رییسه جمیله امیني هم په پرمختللو وسلو د طالبانو سمبالېدل تاییدوي، وايي چې روسیې دا وسلې طالبانو ته د ایران له لارې ور رسولي دي.

د دې په خبره، په فراه کې جنګېدونکیو طالبانو ته د ایران له خوا په دې شرط د اوسېدو اجازه ورکړل شوې، چې د کورنۍ یو غړی به دې ولایت ته د افغان ځواکونو پر ضد جګړې ته لېږي.

خو د فراه امنیه قوماندان توریالی عبدیاني په قوي احتمال په پرمختللو روسي وسلو، لکه ۸۲ ملي متري توپونو او توغندیو د طالبانو سمبالېدل د روسيې کار ګڼي؛ خو زیاتوي، چې تراوسه په کره توګه نه ده څرګنده چې دغه مهمات طالبانو ته چا رسولي دي.  

له دې ټولو سره ـ سره، په هرات کې د ایران قونسلګري چې د لویدیځ زون څلورو ولایتونو کې سیاسي استازولي کوي کوي؛ د فراه ولایت چارواکیو دا ادعاوي بې بنسټه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام