اروپايي اتحاديې له افغانستانه د خپل ملاتړ دوام جمهوريت پورې مشروط کړ

اروپايي اتحاديې له افغانستانه د خپل ملاتړ دوام د جمهوریت د ارزښتونو ساتلو پورې مشروط کړی دی.

له ارګه نن دوشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا خبره د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ رييس جوزف بوریل له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني اړيکه کې کړې ده.

ارګ د نوموړي له قوله ليکلي چې جوزف بوریل به طالبانو ته دا پيغام رسوي چې له افغانستان سره د دوی راتلونکې مرستې په دې پورې تړلي چې هلته د جمهوريت ارزښتونه خوندي شي.

نوموړي ويلي چې نږدې وخت کې به افغانستان ته ولاړ شي او هلته به له نږدې د جمهوریت له ارزښتونو ملاتړ اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په دوحه کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د بين‌الافغاني مذاکراتو پرانيستونکې غونډه وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام