طالبان: تر هغه چې زموږ بنديان خوشې نه‌شي، بین‌الافغاني خبرې نه پيلوو

د طالبانو يوه وياند ذبیح‌الله مجاهد رويټرز خبري اژانس ته ويلي، تر هغه چې ۵۰۰۰ طالب بنديان له بنده خوشې نه‌شي، له افغان حکومت سره خبرې نه پيلوي.

مجاهد ويلي، اړينه نه ده چې له ياد شمېر بنديانو سل او يا دوه سوه کم او زيات وي، خوشې شي؛ خو د سولې بين‌الافغاني مذاکراتو پيل لپاره يې خوشې کېدل اړين دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالب مرکچیانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته دوه ورځې وړاندې «افغانستان ته د سولې راوستو» په نوم هوکړه‌لیک لاسليک شو.

په دې هوکړه کې راغلي چې د روان ميلادي کال د مارچ تر لسمې ڼېټې د افغانستان حکومت له بنده بايد ۵۰۰۰ طالب بنديان خوشې شي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو واک نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام