جمعیت د بلخ څوکۍ له‌پاره ۳ تنه ارګ ته وړاندیز کړي

ولسمشرۍ مانۍ د بلخ پخواني والي عطامحمد نور له ګوښه کولو وروسته انجینیر داود د نوي والي په توګه وټاکه. د جمعیت اجرایوي رییس او د بلخ پخواني والي عطار نور د ارګ پرېکړه ونه منله او لا هم پر څوکۍ ناسته دی.

ښاغلی نور وايي، هغه مهال به د بلخ له څوکۍ لېرې شي چې د ارګ له‌‌خوا د جمعیت غوښتنې ومنل شي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، د جمعیت اسلامي ګوند په ولسي جرګې د بلخ د خلکو استازي فرهاد عظیمي او اسحاق رهګذر، دغه راز علم خان ازادي چې یو قومي مخور دی د بلخ ولایت له‌پاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړي دي.

په ولسي جرګې د بلخ د خلکو استازي فرهاد عظیمي او اسحاق رهګذر، دغه راز علم خان ازادي چې یو قومي مخور دی د بلخ ولایت له‌پاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړي دي.

د سرچینې په خبره، د ارګ او جمعیت ترمنځ د خبرو بندښت (بن بست) موضوع حقیقت نه لري او دا خبرې به ډېر ژر د صلاح الدین رباني په راستنېدو سره بیاځلي پیل شي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تراوسه دوی ته داسې کوم وړاندیز نه دی شوی.

د ولسمشر ځای ناستی ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، دغه ډول وړاندیزونه لومړی د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ته لېږل کېږي.

وموغوښتل په دې اړه د سیمه‌ییزو ارګانونو نظر هم وپوښتو؛ خو د بیا بیا اړیکو سره ځواب رانه کړل شو.

په دې وروستیو کې د بلخ ولایت له څوکۍ د عطامحمد نور په لېرې کولو سره د ارګ او جمعیت اړیکې خړې پرې شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام