ظاهر قدیر یو ځل بیا د ولسي جرګې لومړی نایب وټاکل شو

 

د ولسي جرګې د اداري پلاوي لومړي او دویم نایب څوکۍ له پاره د ننه شنبه (مارچ ۱۲مه) ټاکنې وشوې، چې عبدالظاهر قدیر وکولی شول د دویم ځل له پاره د ولسي جرګې د لومړي نایب څوکۍ خپله کړي.

د یادې جرګې د لومړي نایب څوکۍ ترلاسه کولو له پاره د ظاهر قدیر سره همایون همایون ځان کاندید کړی و، چې په پایله کې یې همایون ۳۶، ظاهر قدیر ۱۳۸ د باور رایو په ترلاسه کولو سره ۵۰+۱ پوره او لومړی نایب اعلان شو.

په دې اړه د ولسي جرګې رېیس عبدالروف ابراهیمي وویل: " حاجي عبدالظاهر قدیر وتوانېدو، چې دولسي جرګې څخه ۱۳۸ د باور رایې ترلاسه کړي او ښاغلي حاجي صاحب ته د لومړي نایب مبارکي وایم."

دغه راز، دولسي جرګې د دویم نایب څوکۍ ته نوماندانو په نننۍ عمومي غونډه کې عبدالقادر ځاځی، انجنیرسیداکرام، زهراتوخي، سمین بارکزۍ او شیخ نعمت الله غفاري نوماندان و، چې یوه يې هم ۵۰+۱ د باور رایه ترلاسه نه شوکړای.

د ولسي جرګې رېیس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې سبا یکشنبې (مارچ ۱۳مه) د دویم نایب څوکۍ ته به د نذیراحمدزي او شیخ نعمت الله غفاري ترمنځ ټاکنې ترسره شي.

له دې وړاندې عبدالرووف انعامي د ولسي جرګې منشي او عرفان الله عرفان د ولسي جرګې نایب منشي وټاکل شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام