خلیلزاد کابل ته راغی؛ د ارګ او سپېدار خبرې بیا پیلېږي

عبدالله عبدالله ته یوه نږدې سرچینه وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې نوموړی په هېواد کې د ټاکنیز او سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له ارګ او سپېدار سره خبرې اترې وکړي.

دا دویم ځل دی چې زلمی خلیلزاد په ارګ او سپېدار کې د لوړې له مراسمو وروسته کابل ته راځي.

د خلیلزاد دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام