
د افغانستان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په واشنګټن کې د پاکستان او بریټانیا له سفیرانو سره لیدلي دي.
ښاغلي خلیلزاد په تازه ټویټ کې لیکلي چې پهدې لیدنه کې په سیمهییزه او جهاني نظرونو باندې خبرې وشوې.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، «ستاسو نظره که سیمهییز وي او که نړۍوال؛ خو په افغانستان کې له امنیت او قتصادي ګټې نه له جنګه وروسته ټول ګټه ویني.»
دا خبرې داسې مهال دي چې د امریکا و طالباستازیو ترمنځ د سولې خبرواترو پنځم پړاو تېره اوونۍ پای ته ورسېد او ټاکل شوې بل پړاو په نږدې راتلونکي کې پيل شي.
اما حمدالله محب، مشاور امنیت ملی رییس جمهور غنی، از عدم مشورت و آگاهشدن از جریان گفتوگوهای صلح انتقاد کرده و عملکرد آقای خلیلزاد را زیرپرسش قرار داده است.
خو د ولسمشر غني د ملي امنیت مشاور حمدالله محب تېره اوونۍ د سولې له خبرو اترو له جریانه د افغان حکومت نه خبرولو باندې نیوکه کړېوه او د ښاغلي خلیلزاد دا کړنه یې د سوال لاندې راوستې وه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ښاغلي محب دې څرګندونو امریکا قهرولې او د افغانستان د ملي امنیت له مشاور سره یې د اړیکو د پرېکولو پرېکړه کړېده.
د دې راپور پر اساس، یو امریکايي ډیپلوماټ ویلي چې واشنګټن په یو ټیلیفوني اړیکه کې له ولسمشر محمداشرف غني ته ویلي چې واشنګټن وروسته لهدې د افغانستان د ملي امنیت له مشاور سره تعامل نهلري.





