اجرایوي رییس: داعشیان دولت ته په تسلیمېدو نه‌شو بښلی

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، دولت ته د ترهګرو ډلو په تسلیمېدو سره به د هغوی جنایتونه ونه‌بښي.  

نوموړي چې نن (دوشنبه) د وزیرانو شورا غونډه کې خبرې کولې وویل، د ترهګرو ډلو په جنایتونو سترګې نه‌شي پټولی او دولت ته تسلیم شویو داعشیانو سره باید د جګړه‌ییزو اسیرانو په توګه چلن وشي؛ ځکه دې ډلې په شمال کې تر تسلیمېدو پرته بله‌ لار نه لرله.

عبدالله عبدالله هغه اوازې هم رد کړې چې حکومت طالبانو ته ځینې سیمې ورکوي او امنیتي ځواکونه به هم له یادو سیمو راووځي.

اجرایوي رییس زیاتوي، تر هغې چې وسله‌وال مخالفان او نورې ترهګرې ډلې له افغانانو سره جګړه کوي، دوښمن بلل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ځینو کارپوهانو تل د ترهګرو ډلو پر وړاندې د حکومت دریځ خوشبینوونکی بللی دی. د دوی په باور، اوس هم له دولت سره د وسله‌والو ډلو یوځای کېدو له‌پاره روښانه تګلاره نه‌شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام