نور: که حکمتیار پرته له کوم امتیازه سوله کوي موږ يې ملاتړ کوو

د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور وايي، که د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له ترهګرو سره خپلې اړيکې پرې کړي، د افغانستان اساسي قانون ومني او له کوم امتیاز غوښتلو پرته له افغان حکومت سره سوله وکړي، نو هرکلی به ورته ووايي.

نوموړي نن دوشنبه (می ۹مه) په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان "جان مک نکلسون" سره د یوې ګډې خبري ناستې په ترڅ کې زیاته کړه، دی تل د هغو کسانو هرکلی کړی، چې له جنګه لاس اخلي او د سولې له پروسې سره يوځای کيږي.  

نوموړي د وروستیو اعدامونو په هکله وویل، چې د سولې عالي شورا پخواني مشر استاد برهان الدین رباني د وژونکي اعدامولو قضیه لږه مرموزه ده؛ ځکه پر وینا يې د استاد رباني د ترورعاملان اوس هم ژوندي ګرځي.

هغه زیاته کړه، چې ولې تر اوسه هغه کسان نه دي نيول شوي، چې دغو ترهګرو ته يې په خپل کور کې ځای ورکړی و.

د بلخ سرپرست والي دا هم وویل، مخکې له دې چې د برهان الدین رباني د وژنې عاملان اعدام شوي وای باید د جمعیت حزب د لوړ پوړو چارواکو په ځانګړي توګه د هغه د مشر زوی صلاح الدین رباني سره مشوره شوي وای.

د جمعیت اسلامي ګوند له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې که د سولې عالي شورا پخواني مشر استاد رباني د قتل عاملین و نه نیول شي، نو د هېواد امنیت به له دې هم خراب شي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ حکومت د لومړي ځل له پاره هغه ۶ تنه يې په دار وځړول، چې په ترهګریزو بريدونو کې يې لاس درلودل.

داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په دغو کسانو کې د استاد رباني، د ملي امنیت پخواني لوړ پوړي چارواکي عبدالله لغماني او د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال قاتلین هم شامل و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام