
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړي وايي، چې ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له مخې جوړشوی دی او تردې دمه د دې هوکړې هېڅ یوه ماده نه ده پلې شوې.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې رېیس عبدالغیور برشان وايي، چې حکومتي مشرانو خپلې زیاتې غوښتنې څنډې ته پرېږدي او په چټکۍ سره دې سیاسي هوکړه پلي کړي.
په دې ورځو کې د حکومتي مشرانو ترمنځ غبرګونونه لوړې کچې ته رسیدلي او د حکومت دوه کلنی عمر په پوره کېدوسره د سیاسي هوکړې نه پلي کېدلو له امله د یوشمېر حقوق پوهانو او هېواد والو اندېښنې راپارولې دي.
د حقوق پوهانو ټولنې غړو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له مخې جوړشوی دی او تر دې دمه ددغې هوکړې هېڅ برخه هم نه ده پلې شوې.






