
د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار سلام وطندار ته وویل چې په ترکیه کې د طالباستازيو او حزب اسلامي پلاوي غونډه د دویمې ورځې لهپاره هم وغځېده.
ښاغلی قاسمیار وایي چې د سولې په اړه جوړې شوې غونډې کې د حزب اسلامي مشرتابه پلاوي غړی همایون جریر ګډون لري؛ خو وایي دا رسمي غونډه نهده.
د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار پهدې غونډه کې د دې شورا رسمي استازي د ګډون په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې د دا ډول غونډو هرکلی کوي او د سولې په پار یې ګټورې بولې. ده په ورته مهال وویل چې د سولې په اړه هر ډول خوځښتونو کې په یو نه یو ډول د سولې عالی شورا ښکېله وي.
دغه راز د حزب اسلامي ویاند نادر افغان هم په ترکیه کی له د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره د سولې په اړه غونډې کې د حزب اسلامي استازي ګډون مني؛ خو وایې چې دا غونډه د حزب اسلامي په رسمي بلنه یا منځګړیتوب نهده جوړه شوې.
ښاغلی افغان دا هم وايي چې د ګلبدین حکمتیار د زوم همایون جریر په ګډون د حزب اسلامي دوه لوړ پوړي غړي دې غونډې ته ورغلي او ښایې هغوی د حکومت یا سولې عالي شورا په بلنه په غونډه کې ګډون کړیوي.
د حزب اسلامي ویاند دا هم وايي چې په ترکیه کې جوړې شوې غونډې کې د طالبانو د ملارسول ډلې او ځېنو نورو طالباستازیو ګډون کړیدی.
په همدې حال کې د چارو کتونکي بیا د دا ډول غونډو د پایلو په اړه یوه خوله نهدي.
سیاسي فعال نظرمحمد مطمین د دې غونډې پایلو ته خوشبین نه ښکاري.

دی زیاتوي، کابل ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوی راغلی او د سولې په اړه پر افغان دولت د نړیوالې ټولنې ډېر فشار دی؛ ځکه خو افغان دولت غواړي هغوی ته د سولې په برخه کې د هلو ـ ځلو په اړه د خپلو لاستهراوړنو په توګه یو څه وړاندې کړي.
خو بل سیاسي فعال محبالله شریف بیا دا ډول غونډې د سولې په اړه ګټورې بولي، وایي چې دا غونډه د حزب اسلامي په منځګړیتوب جوړه شوې او د طالبانو، افغان دولت او د سولې عالي شورا استازيو په ګډون کړیدی.
ښاغلي شریف وړاندیز وکړ چې ټولې خواوې دې خبرو اترو ته کېني او د یو و بل په غوښتنو دې ځانونه پوه کړي چې د ستونزې د ریښې له پيدا کولو وروسته سمه حللاره وړاندې شي.
څه موده مخکې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ترکیې ته تللی و او هغه مهال هم داسې ویل کېدل چې ګنې د حزب اسلامي په منځګړیتوب یې د سولې خبرو پیلېدو په اړه له ترکي چارواکیو سره خبرې کړېدي.
کابو میاشت مخکې د چین هېواد هم د پاکستان او افغانستان د سیاسي ستونزو او د سولې خبرو اترو په تړاو د منځګړیتوب ټټر وهلی و.
لهدې مخکې هم په قطراو نورو هېوادونو کې له طالباستازیو سره د سولې خبرو په اړه غونډې شوېوې؛ خو د پام وړ لاستهراوړنې یې نهلرلې.





