
ولسمشر غني نن ورځ په ارګ کې د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره په لیدنه کې پر ځېنو مهمو مسایلو د خبرو اترو سربېره د سولې او پیوستنو په برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان سند وروستي کولو په اړه خبرې کړي دي. دغهراز په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې دا سند به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت شورا سلاکاران نهايي کوي.
اشرف غني افغانستان د سیمې د ټیکاوو او سولې کلي ده. د ښاغلي اشرف غني په وینا، افغانستان او پاکستان په یو خورا حساس حالت کې دي؛ کومې پرېکړې چې د دواړو هېوادونو مشرانو کوي د راتلونکي نسل په برخلیک اغېزمنې دي.
غني د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې د پاکستاني ځواکونو لهخوا په کونړ او ځېنو نورو سیمو د توغندیو راشړلو او سرحدي سرغړاویو موضوع هم مطرح کړه. ولسمشر وویل، روان حالت نه د کابل او نه هم د اسلاماباد په ګټه دی. غني دغهراز وویل، ټولې موجودې ستونزې باید په رسمي ډول او خبرو اترو له لارې حل شي.

په دې لیدنه کې له منځنۍ اسیا ځنې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ پر لېږد او د انرژۍ لېرد په دې برخه کې د یو ګډ پلاوی پر جوړېدو بحث شوی دی. د کندهار ـ کوېټې او پېښور ـ جلال اباد اوسپنې پټلۍ او د جلال اباد ـ پېښور لویې لارې جوړېدل د دې بحث نور مهم موضوعات وو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، د پاکستان لومړی وزیر کابل ته د دولت په دولت خبرو پیل لهپاره راغلی دی؛ خو مشخصه نه ده چې دا خبرې به څه وخت او په کومو شرایطو شروع کېږي.
د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي شاهد خاقان عباسي په دې لیدنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړاندیز ځنې هرکلی وکړ او ویې ویل، د سولې خبرې اترې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې کابل ته د شاهد خاقان عباسي سفر لامل، د افغاستان د سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو په لیدلوري کې بدلون ګڼي او وايي، افغان حکومت تمه لري چې په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ایجاد شي.





